برتانیا کې له بانکونو غلاوې په ختمېدو دي

Image caption برتانيا کې مالي چارواکي وايي پر بانکونو بریدونه او غلاوې کمې شوې دي

د برتانیا د بانکونو ټولنه وایي، د دې هېواد له بانکونو غلاوې په تېرو لسو کلونو کې په سلو کې ۹۰ کمې شوې دي.

د دغې ټولنې په وینا په ۲۰۱۱م کال کې ۶۶ غلاوې شوې دي، په داسې حال کې چې په ۱۹۹۲م کال کې یې شمېره ۸۴۷ ته رسېدله.

دلیل یې د نوو تکنالوژیو کارول ښوول شوي چې د غلا دو دیزې لارې چاري کار نه ورکوي.

د برتانیا د بانکونو د ټولنې مشر انتوني براون وایي دا د دوی د کار کوونکو لپاره ډېره خطرناکه او خواشینوونکې ده چې د وسله والوغلو په برید کې راګېر شي.

خو د نوموړي په وینا اوس دخوښۍ ځای دی چې په تېرو څو کلونو کې د دغو جنایتونو کچه راټېټه شوې ده.

اوس په بانکونو کې داسې اغېزناکې څارګرې کمرې شته چې په یوه ثانیه کې د خطر زنګ وهلی شي.

کمرې د غله څېره ثبتوي او هغه سملاسي د پولیسو له خوا نېول کېږي.

بانکونه به له یو بل، پولیسو او پوسته خانو سره له نېږدې کار کوي چې د غلو له خوا د پخوا کلونو په څېر بریدونه ونشي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم ورته شان ګامونه پورته شوي چې په بانکونو یې د بریدونو شمېر راکم کړی دی.

اوس بانکونو له غلاو د خوندي ساتنې له پاره په تکنالوژۍ او امنیتي سیستمونو زیاتې پیسې لګولې دي چې خپل کار کوونکي او مشتریان له خطره وژغوري.

په اوسنیو تکنالوژیو کې د خطر د زنګ وهلو تڼۍ دي چې غله ژر تر ژره پيژني او هغه بې هوښه کولی هم شي.

داسې غازي ماده هم راوتلې ده چې د غله پر ځان تر شیندلو ورسته هغه نه مینځله کېږي او په دې توګه غل پېژندل کېږي.

د دې تر څنګ اوس بانکونه د پخوا په پر تله کمې نغدې پیسې په خپلو څانګو کې ساتي.

خو لکه چې په بي بي سي کې د اقتصادي چارو خبریال جو لېنام وایي اوس غلو خپل پام هغو ګاډو ته اړولی چې له یوه بانکه بل ته نغدې پیسې لېږدوي.

که له یوې خوا په بانکونو د غلو بریدونه کم شوي خو بل لور ته د انلاین له لارې بانکي غلاوې زیاتې شوې دي.

دا د انټرنټي بریدونو یوه برخه ده چې نننۍ نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده.

ورته مطالب