بېلري بمونو د سوريې حلب کې "د دسمبر له ۱۵ مې راهيسې ۵۱۷ کسان وژلي"

Image caption بېلري بمونو حلب کې پراخه ويجاړي اړولې ده

فعالان وايي له چاودېدونکو توکو ډک بېلرونه چې د دسمبر له ۱۵ مې راهيسې د سوريې له الوتکو د دغه هېواد پر حلب ولايت غورځول شوي ۵۱۷ کسان يې وژلي دي.

د بشري حقونو په اړه د سوريې د څار ټولنه وايي په وژل شويو کې ۱۵۱ ماشومان او ۴۶ ښځې وې.

تېره موده کې حلب ښار د ولسمشر بشار الاسد او د مخالفو وسله والو ترمنځ د درنې جګړې مرکزي ځای و.

تر ټوله تازه بريد کې د راپورونو له مخې ۲۵ تنه ملکيان هغه مهال ووژل شول چې د شنبې پر ورځ د حلب سبو پر يو بازار بمونه وغورځول شول.

په همدې وخت کې د ناورې بېړۍ له سوريې د کيمياوی وسلو ټولولو تياری نيسي چې وروسته يې ويجاړې کړي.

ټاکل شوې دغه وسلې د سوريې له لاذقيه نه ايټاليا ته ولېږدول شي.

هلته به دغه وسلې د امريکا سمندري ځواکونو بېړۍ کې ځای پر ځای کېږي، چې بيا به د دغې پېړۍ د پاسه د ټيټانيوم ځانګړ ډول جوړ شوي تانکر کې د ويجاړولو په موخه نړيوالو اوبو ته لېږدول کېږي.

د کيمياوي وسلو مخنيوي سازمان، چې د څار يوه نيواله ټولنه ده او د سوريې کېمياوي وسلو زېرمو ويجاړولو څارنه کوي، پر دمشق غږ کړی له دغه فعاليت سره مرسته کې "هلې ځلې ګړندۍ" کړي.

د کيمياوي وسلو مخنيوي سازمان (او، پي، سي، ډبليو) ويلي دا په سوريې پورې اړه لري چې بندرته د دغه وسلو زېرمو لېږد سره په تړاو خطرونه کم کړي.

"تيارسئ او چمتوالی"

سوريې په دې هڅه له خپلو کيمياوي وسلو د لاس اخيستو هوکړه کړې چې د دمشق څنډو کې د تېر اګست اعصابو سېرين غاز کارولو ځواب کې د امريکا د بريد مخنيوی وکړي.

د جوړجاړي تړون له مخې چې د امريکا او روسيې له لوري وشو، د کيمياوي وسلو ټول وسايل به په بشپړه توګه د ۲۰۱۴ کال ترنيمې له منځه وړل کېږي.

د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان مشر احمد اومزوجو د يوې خبرپاڼې له لارې ويلي چې نړيواله ټولنه په "تيارسئ او چمتوالي" کې ده.

ده وويل ملګری ملتونه، روسيه او نور هېوادونه چې د دغو وسلو لرې کولو کې په مخامخ ډول ښکېل دي، په مسکو کې له دوه ورځنيو خبرو وروسته پر دې سلا کړې چې د دغو وسلو بار وړونکو بېړيو سره څنګه ملتيا وکړي.

هغه وسايل چې په دغه فعاليت کې ښکېل دي د روسيې زغروال ګاډي، د امريکا سپوږمکۍ او د چين څارګرې کامرې شاملې دي، چې د دغه خطرناک بار، وړونکې بېړۍ ساتنه وکړي.

ښاغلي اومزوجو وويل د سوريې چارواکو ته اوس لازمه ده چې لاذقيه بندر ته له ۱۲ زېرمه ځايونو د کيمياوي وسلو خوندي لېږد ډاډمنولو "پر ټولو شونو غوراويو غور وکړي".

دغه بندر د پلازمېنې دمشق شمال لور شاوخوا ۳۰۰ کيلومترۍ کې دی.

د کيمياوي وسلو مخنيوي سازمان مخکې ويلي وو، د دسمبر ۳۱ مې وروستۍ ته د رسېدو اټکل نه کوي، چې "تر ټولو خطرناکو" کيمياوي وسلو لېږد لپاره ټکل شوې ده. د جګړې کرښو بدلون او د ناوړه هوا حالاتو له مخې د لار بندښت داسې ښکاري چې د وسلو لېږ چارو پر وړاندې د خنډ مهم لامل وي.

غندنه

Image caption فعالان وايي په وژل شويو کې ۱۵۱ ماشومان او ۴۶ ښځې وې

د بشري حقونو په اړه د سوريې څارګر چې په بريتانيا کې د فعالانو مېشته ټولنه ده او له مخالفانو سره اړيکي لري، په حلب کې په پرله پسې ډول د بېلري بمونو کارولو غندنه کړې، او بهرنيانو يې هڅولي چې مداخله وکړي.

دغه ټولنه چې د پېښو له ډګره د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره پر پټو شبکو تکيه کوي هغوی هم چې د دغو بريدونو په ګوتنيوي کې پاتې راغلې، "په ټولوژنه کې چې په پرله پسې ډول د سوريې نظام له لوري ترسره کېږي شريک" ګڼلي دي.

د سوري فعالانو دغې ټولنې په وينا په داسې حال کې چې ډېری هغوی چې په تېرو دوو اونيو کې په بېلري بريدونو کې وژل شوي ملکيان وو، ۴۶ تنه وسله وال مخالفان هم په کې وژل شوي وو.

د بي بي سي عربي چارو مشر سېباسټيان اوشېر وايي دغه ډول بمونه په دومره پرله بسې توګه کم کارول شوي دي.

دی زياتوي حلب د جګړې او په ټپه ولاړ حالت له امله ويجاړ شوی او سره وېشل شوی دی.

خو له يو ستر کنفرانس سره چې ټاکل شوې راتلونکې مياشت ترسره شي، د سوريې حکومت هڅه کوي هرڅومره چې شونې وي پر هغومره پراخو سيمو ولکه ټينګه کړي.

ورته مطالب