مصري پولیسو د الازهر نژدې ۱۰۰ محصلين نيولي

Image caption تېره ورځ د الازهر پوهنتون دوو ودانيو ته اور واچول شو

په مصر کې پولیسو له اخ و ډب وروسته د مشهور پوهنتون الازهر له لیلیې نه نژدې ۱۰۰ محصلین نیولي دي.

په دغون ناکراريو کې یو محصل وژل شوی، خو ځينې نور راپورونه وايي چې له پوليسو سره نښتو کې دوه محصلين وژل شوي دي.

پولیسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره پر هغوی اوښلن غاز شيندلی او د ربړي مرميو ګوزارونه يې پرې کړي دي.

په پلازمېنه قاهره کې چارواکي وايي چې د پوهنتون دوو ودانیو ته اور اچول شوی دی.

چارواکي وايي محصلینو یو شمېر خپل ملګري نه پرېښودل چې ازموینه کې برخه واخلي او همدې جنجال راوټوکاوه.

محصلین د اخوان المسلمین سازمان پلویان بلل شوي، چې په هېواد کې يې اوس فعاليت غیر قانوني اعلان شوی دی.

اخوان المسلمین د پولیسو دغه کړنه غندلې، وايي چارواکي غواړي د اپوزیسیون غږ غلی کړي.

د دې اوونۍ په پيل کې د مصر منځمهالي حکومت د اخوان المسلمين ډله ترهګره اعلان کړه او د هغې هر ډول فعاليتونه يې غير قانوني وباله.

په مصر کې ناکراريو وروسته له هغه زور واخیست چې پوځ پخوانی ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ.

محمد مرسي او د اخوان المسلمين ګڼ نور لوړپوړي چارواکي اوس په بند کې دي او له بېلابېلو سزاګانو سره مخامخ دي.

خو لا يې په اړه قضايي ادارو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د اخوان المسلمين پلويان د پوځ مداخله يوه کودتا بولي او ټينګار يې دا دی، چې بايد محمد مرسي بېرته واک ته ورسېږي.

ورته مطالب