که ورزش کوئ ژر نه زړېږئ، څو لارښوونې

Image caption منظم ورزش د بدن د هډوکو حالت نورمال ساتي

ورزش نه یواځې د وزن کمولو لپاره بلکې ګڼې نورې ګټې هم لري.

ښايي د سپورت د ګټو په اړه تاسو په وار وار اورېدلي وي.

د بدن وزن د کمولو او مناسب اندام درلودلو ترڅنګ دلته ځينې نور لاملونه هم شته چې سپورت کولو ته مو اړ باسي.

۱ـ د حافظې ښه والی:

څېړنو ښوولې چې په منظمه توګه ورزش کولو سره ، مغز ته په پوره توګه اکسیجن او انرژي رسیږي.

چې دا د حافظې او د زده کړو په ښه والي کې ډېر اغېزمن دي.

خو باید هېره نه کړو چې تر سختو مغزي فعالیتونو مخکې د بېلګې په ډول تر آزموینې وړاندې سخت او دروند ورزش کول د فزیکي ستړیا لامل کیږي او پر مغزوو ښه اغېز نه کوي.

۲ـ د بدن د فزیولوژۍ حالت ښه والی:

ورځني کارونه په تېره بیا هغه چارې چې د بدن د هډوکو سیستم له عادي حالته باسي، وجود ته زیانمن دي.

نوې څېړنې ښيي، په منظمه توګه ورزش کول د بدن د هډوکو حالت تر ډېره په عادي یا نورمال حالت کې ساتي.

۳ـ پر نفس د باور لوړوالی:

Image caption ډاکتران هم وايي چې ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه ده

د ورزش کولو له لارې د انسان بدن مناسبه بڼه خپلوي، چې دغه کار د انسان د رضایت او بیا پر نفس د باور لامل کیږي.

دغه راز په کلبونو کې ورزش کول د انسان ټولنیزې اړیکې پراخوي.

۴ـ د اندېښنو او فشار کموالی:

ټول انسانان په ورځني ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، نو د فکري بدلون یوه ښه لار هم همدا ورزش دی.

د ورزش له لارې کولای شو، خپلې ځينې اندېښنې لېرې کړو.

۵ـ آرام خوب:

څېړنو ښوولې ورزش ددې لامل کیږي چې انسان د شپې ښه او آرام خوب وکړي. په ټوله کې ویلای شو چې ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه ده.

په ورستیو کې یو شمېر ډاکتران هم ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه بولي.

له یاده مه باسی مخکې تر ویده کېدو ورزش کول برعکس پایله لري او د بې خوبۍ لامل کیږي، نو ښه به دا وي چې سهار او یا هم مازدیګر مهال ورزش وشي.

۶ـ د بدن د انرژۍ ډېروالی او استقامت:

زیاتره خلک په دې اند دي چې ورزش د انرژۍ د کموالي لامل کیږي، خو واقعیت بل څه دي او څېړنو ښوولې چې په منظمه او دوامداره توګه ورزش کول د استقامت او انرژۍ د ډېرېدو لامل کیږي.

۷ـ د بدن خوندیتوب:

Image caption که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ ورزش مه هېروئ

وروستیو څېړنو ښوولې هغه کسان چې ورزش کوي د هغو کسانو په پرتله چې ورزش نه کوي نیمايي له ریزش یا زکام سره مخ کیږي.

او په ټوله کې ثابته شوې چې ورزش د ناروغیو د مخنیوي لپاره ښه لار ده.

۸ـ د عمر اوږدوالی:

څېړنو ښوولی هغه کسان چې ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي په منځنۍ توګه ډېر او ښه ژوند کوي.

که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ نو ورزش کول مه هېروئ.

۹ـ د خوښۍ احساس:

هغه کسان چې ورزش کوي ښايي د خوښۍ او رضایت احساس وکړي. دا دواړه د بشر لپاره د خدای پاک له ښو نعمتونو دي.

نو ورزش کول د خوښ پاتې کېدو لپاره تر ټولو ارزانه او اغېزمنه لار ده.

ورزش وکړئ او خپل ژوند خوشحاله تېر کړئ.

ورته مطالب