روسيه کې ځانمرګي ۱۳ وژلي ۵۰ يې ټپيان کړي

Image caption تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې

راپورونه وايي د روسيې په سويل کې د ولګوګراد د ريل ګاډي په تمځای کې د ځانمرګي بريد په پايله کې لږترلږه ۱۳ کسه وژل شوي دي.

د روسيې د ترهګرۍ ضد کمېټې د راپور پر بنسټ دغه ځانمرګی يوې ښځې کړی دی.

چارواکي وايي په دغه بريد کې شاوخوا ۵۰ کسه نور ټپیان شوي دي.

ولګوګراد د پلازمېنې مسکو په ۹۰۰ کيلومترۍ کې سويل لوري ته پروت دی.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې.

روسي چارواکي اندېښنه لري، چې ښايي اسلامي تندلاري د ژمني اولمپيک په درشل کې دا ډول بريدونه وکړي.

د ۲۰۱۴ کال د ژمي اولمپيک لوبې په شپږو اوونيو کې د سوچي په بندري ښار کې ترسره کېږي.

د سوچي بندر له ولګوګراد سره شاوخوا ۷۰۰ کيلومتره واټن لري.

کابو دوه مياشتې وړاندې په اکتوبر کې يوې ښځينه ځانمرګې په ولګوګراد کې پر يوه موټر بريد وکړ، چې په پايله کې يې ۶ کسه ووژل شول.

د جولای په مياشت کې د چيچنيايي تندلارو يوه مشر دکو عمروف په یوه ويډيويي پيغام کې له خپلو پلويانو غوښتي و، چې د ژمني اولمپيک لوبو د مخنيوي لپاره خپل ټول وس وکاروي.

ورته مطالب