د سوېلي سودان د ماشومانو په اړه اندېښنه

Image caption د سوېلي سودان له شخړمنو سیمو زرګونه کورنۍ وتلې دي.

په سوېلي سودان کې د وروستیو نښتو او جګړو له کبله زرګونه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.

"سېو ده چېلډرېن "خیریه ټولنه وايي، چې ګڼ ماشومان پرته له دې چې خپلوان او د کورنیو غړي دې ورسره وي، په لیرو پرتو سیمو کې جبري اوسېدو ته اړ شوي دي.

ځینو ماشومانو خپلې میندې او پلرونه د وژنې پرمهال لیدلي او کورونه یې د جګړه مارو له لوري لوټل شوي او ویجاړ شوي دي.

په جوبا کې دوه اونۍ مخکې جګړه پیل شوه، چې د سوېلي سودان ګڼو سیمو ته ډېر ژر وغځېده.

په دې جګړه کې تر اوسه لږترلږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي.

سوېلي سودان په ۲۰۱۱ کال کې له لسیزو جګړو وروسته له سودان څخه جلا او خپلواکي یې اعلان کړه.

بور ښار

Image caption د سوېلي سودان د ولسمشر سلوا کېیر او مخالف مشر رېیک مشار ترمنځ د واک پر سر جګړه پیل شوه.

په جنوبي سودان کې د حکومت د مخالف مشر رېيک مشار زرگونه ځوان پلويان د بور د ستراتېژيک ښار پر خوا خوځېدلي چې تېره اوونۍ حکومتي ځواکونو لاندې کړ.

بور ښار د جونگلي ايالت مرکز دى چې د ښاغلي مشار په قوم پورې اړه لري. حکومت د اوربند اعلان کړى، خو د پوځ يوه وياند وويل چې ځواکونه يې لاهم په شمال کې د تېلو پر يوه سيمه په جگړه بوخت دي.

ددې نښتو له لاسه چې ددې مياشتې په لومړيو کې پيل شوې، تر ١٢٠ زرو ډېر کسان بېځايه شوي او نژدې زر نور وژل شوي دي. د ناکراريو څپه- لکه دا کس چې وايي- پر ټول جنوبي سودان خپره ده:

"په ټول هېواد کې هرې خوا جنگ دى، يوازې پلازمېنه جوبا نه ده. تر دې ولايت بهر هم تر دا اوسه جنگ روان دى او حکومت يې د درولو لپاره هېڅ نه کوي".

د غلیمو لښکر

هغه څه چې د ښاغلي مشار او د ولسمشر سلوا کېير ترمنځ د واک د سيالۍ په ډول پيل شول، اوس يې د بشپړ قومي کړکېچ بڼه غوره کړې ده. ولسمشر کېير د لوى قوم دينکا غړى دى، خو ښاغلى مشار په نيور ټبر پورې اړه لري.

زرگونه ولسي وگړي د دواړو خواوو د نښتو له لاسه تښتېدلي او د ملگرو ملتو په ودانيو کې يې ځانونه خوندي کړي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښاغلى مشار تر هغو چې ولسمشر کېير په جولاى کې گوښه کاوه، د هغه مرستيال و.

ددې مياشتې په لومړيو کې د غليمو لښکرو ترمنځ نښتې تر هغه وروسته پيل شوې چې ښاغلي کېير پر خپل پخواني مرستيال تور ولگاوه چې غوښتل يې د يوې کودتا په مرسته دى له واکه وغورځوي.

ښاغلي مشار بي بي سي ته ويلي چې ځواکونه يې له بورښار پرته د جونگلي او يونېټي ولايتونو پر پاتې برخو بشپړه ولکه لري. هغه وويل چې د سولې خبرو ته چمتو دى، خو هر ډول روغه جوړه بايد رېښتونې او پخه وي:

"پر ما خپل هېواد گران دى. جنوبي سودان راته گران دى. د دواړو خواوو پلاوي پر اوربند خبرې کوي او د اوربند د څارنې لپاره ميکانيزم هم جوړ شوى چې باوري شي."

هغه غوښتنه وکړه چې يوولس ملگري دې يې چې له ده سره په کودتا کې د ملگرتوب پر شک نيول شوي، خوشې شي. همدا د روغې لپاره د ياغيانو يوه مهمه غوښتنه ده.

خو د ښاغلي کېير وياند بي بي سي ته وويل چې ولسمشر به د اوربند لپاره هېڅ ډول مخشرط ونه مني. هغه وويل چې ولسمشر هڅه وکړه چې اخ وډب قومي بڼه غوره نه کړي او ښاغلى مشار يې د دغو دوو قومونو ترمنځ د تاوتريخوالي پر ډېرولو تورن کړ.

د افريقايي ټولنې ځينې مشران هم هڅه کوي چې د دغې وچې تر ټولو ځوان دولت له کورني کړکېچه راوباسي.

ورته مطالب