'منځنی ختیځ د خبریالانو لپاره خونړی ځای دی'

Image caption د سازمان په وینا سوریې کې د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې ۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بیان د ازادۍ یوه مخکښه ډله وايي، په سوريې کې د روان تاوتریخوالي او په عراق کې د قومي شخړو له کبله منځنی ختیځ د خبریالانو د وژل کېدو په ډګر بدل شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، سږ کال لږ تر لږه ۷۰ خبریالان د کار پر مهال مړه شوي، چې په دریو کې دوه برخې یې په منځني ختیځ کې وژل شوي دي.

د دغه بنسټ مرستیال روب ماهوني بي بي سي ته وویل، سوریه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای دی.

د ده په خبره، په دغه هېواد کې سږکال لږ تر لږه ۲۹ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

' سوریه ډېره خطرناکه شوې، ځکه دغه هېواد ته ورتګ اوس ډېر سخت شوی دی. خبریالان له قاچاقي لارو دغه هېواد ته ځانونه رسوي. خو دا کار ډېر خطرناک هم دی، ځکه دلته وګړیزه خبریالي پر مخ وړل کېږي، چې په ترڅ کې یې عام خلک بهر ځي او هڅه کوي، چې موږ ته خبرونه راوړي.'

ټوپروټیکټ جرنلسټس نومي سازمان له حکومتونو او وسله والو ډلو غوښتي، چې د خبریالانو د مدني حقونو درناوی وکړي.

دغه راز دغه سازمان غوښتنه کړې، چې پر خبریالانو برید کوونکي او د هغوی وژونکي باید د قانون منګولو ته سپارلو کې مرسته وشي.

که څه هم د پروسږ کال ۷۴ کسانو پرتله د سږنیو وژنو شمېر لږ ښودل کېږي، خو دغه سازمان وايي دوی د ۲۵ نورو وژنو تایید کوي، چې ایا د دندې پر مهال وژل شوي دي.

عراق او مصر سره سره سږ کال په پاکستان، هندوستان، برازیل، فلیپین، مالي او روسیې کې هم خبریالان وژل شوي دي.

د سازمان په وینا پاکستان او سومالیه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر لږ شوی او مکسیکو په ځانګړې توګه له دې نوملړه وتلی، ځکه هلته داسې هېڅ وژنه نه ده شوې.

پاکستان کې د ۲۰۱۳ اوږدو کې پنځه تنه خبریالان وژل شوي، چې څلور یې په بمي چاودنو کې وژل شوي او پنځم یې قتل شوی دی.

پاکستان له دې مخکې د خبریالانو وژل کېدو له کبله نړۍ کې دویم ځای درلود.

دغه هېواد کې د وژل شویو خبریالانو شمېر له ۲۰۱۰ راهیسې تر ټولو لږ دي.

سومالیه کې د تېر کال د ۱۲ پر تله سږ کال ۴ خبریالان وژل شوي دي.

یاد سازمان خپل رپوټ کې دا هم ویلي، چې داسې هېوادونه شته، چې پکې معلومول ګران وي، چې ایا خبریال د دندې پر مهال وژل شوی؟

د سي جي پي کي مسولینو په وینا ۴۴ سلنه خبریالان وژل شوي، ۳۶ سلنه يې د جګړو یا ډزو پر مهال وژل شوي او پاتې نور ۲۰ سلنه د نورو خطرناکو فعالیتونو پر مهال وژل شوي دي.

د سازمان په وینا سوریې کې د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې ۲۹ خبریالان وژل شوي دي. په دې توګه سوریې کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۶۳ کسانو ته ورسېد.

ورته مطالب