روسیې وولګوګراد کې دوو چاودنو ۱۵ کسان وژلي

Image caption د روسیې چارواکي وايي پژښه کې تر اوسه د ۱۵ کسانو مړینه او د ۲۳ ټپي کېدل تایید شوي دي.

د روسیې په وولګوګراد ښار کې پر یوه بس باندې چاودنه شوې، چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي دي.

دا چاودنه له هغې یوه ورځ وروسته شوې، چې د دغه ښار په مرکزي تمځای کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل.

دغو چاودنو په فبرورۍ میاشت کې په سوچي ښار کې د تر سره کېدونکو ژمنیو اولمپیک لوبو له پیله وړاندې امنیتي اندېښنې راپورته کړې دي.

د اولمپیک لوبو لپاره ټاکل شوی دغه ځای د روسیې له تاوتریخجنې سیمې شمالي قفقاز سره نږدې موقعیت لري.

دغه چاودنه د دوشنبې په ګهیځ په زیرزنسکي سیمه کې یوه بازار ته څېرمه وشوه.

هغه تصویرونه، چې له پېښې وروسته پر ټولیزو رسنیو خپاره شول، تباه شوی بس او جسدونه پکې لیدل کېږي.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول.

د روسیې چارواکي وايي پېښه کې تر اوسه د ۱۵ کسانو مړینه او د ۲۳ ټپي کېدل تایید شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.

د روسیې ترهګرۍ ضد کمېټې مسوولین وايي دوی دواړو پېښو ته د ترهګریزو فعالیتونو په نظر ګوري.

وولګوګراد له پلازمېنې مسکو نه په ۹۰۰ کلیومترۍ کې پروت دی او له دې مخکې هم پکې ترهګریزې کړنې شوې دي.

ورته مطالب