د کانګو پر هوايي ډګر ډزې شوې دي

Image caption د پولیس امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي او عملیات روان دي.

رپوټونه وايي د کانګو د دېموکراتیک جمهوریت په پلازمېنه کېنشاسا کې له څو ځایونو د درنو نښتو غږونه اورېدل شوې دي.

د اي اف پي خبري اژانس وايي د دغه هېواد دولتي تلوېزیون او نړیوال هوايي ډګر نه درنې ډزې اورېدل کېږي.

ويل کېږي خلک له نښتو په هوايي ډګر کې پټ شوې دي.

د دغه هېواد پر دولتي راډیو تلوېزیون باندې بیا جلا برید شوی چې په پایله کې یې نشرات هم بند شوي.

د پروګرامونو تر ختمېدو وړاندې دوو سړیو د دغه هېواد د ولسمشر جوسېف کبیلا د حکومت پر ضد یو سیاسي پیغام واوراوه.

یوه پولیس د اي اف پي خبري اژانس ته ويلي چې ځینې ژورنالستان هم وسله والو زلمیانو له ځان سره برمته کړې دي.

پر خواله رسنۍ هم ځینې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې وايي په یوه پوځي مرکز کې هم ډزې روانې دي.

د پولیسو یوه ویاند اي اف پي خبري اژانس ته ويلي امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي او عملیات روان دي.

د کانګو د اطلاعاتو وزیر بي بي سي ته تایید کړه چې بریدونه شوې دي او و یې ويل یو شمېر برید ګر وژل شوي او ځینې نور یې نیولې دي.

لمبرټ مېنډې وويل له نیول شویو پوښتنې روانې دي چې معلومه کړي د کومې ډلې خلک دي.

ښاغلي مېنډې زیاته کړه له ځینو برید کوونکو سره چړې وې او ژورنالستان یې په زوره اړ کول چې د هغوی اعلامیه ولولي.

په ۱۹۹۷ کال کې د روندا په ملاتړ پوځیانو د کانګو واکمن موبوتو سیسو سېکو لرې کړ او پر ځای یې لورېنټ کبیلا چې د اوسني ولسمشر جوسېف کبیلا پلار و واک ته ورساوه.

ولسمشر جوسېف کبیلا دوه کاله وړاندې د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله.

دا بریدونه تر هغه یوه میاشت وروسته کېږي چې په دغه هېواد کې د ایم۲۳ یاغي غورځنګ د ملګرو ملتونو د ځواکونو په مرسته د حکومت د پوځ له خوا له سنګرونو څخه له ویستل کېدو وروسته د خپل بغاوت پای اعلان کړ.

ورته مطالب