د ۲۰۱۴ کال په اړه نړیواله نظرپوښتنه

Image caption دغه نظرپوښتنه د سپتمبر او دسمبر میاشتو پرمهال د نړۍ په ۶۵ هېوادونو کې شوې، چې ۶۷۸۰۶ کسانو په کې ګډون کړی.

یوه نړیواله نظرپوښتنه وايي، د نړۍ نیمايي خلک داسې انګیري چې راتلونکی کال به تر سږني هغه ښه وي.

دغه نظرپوښتنه د سپتمبر او دسمبر میاشتو پرمهال د نړۍ په ۶۵ هېوادونو کې شوې، چې ۶۷۸۰۶ کسانو په کې ګډون کړی.

دغه نظرپوښتنه د (وین ګالوپ انټرنېشنل Win/Gallup) له خوا له ۱۹۷۷ راپدېخوا هر کال ترسره کېږي.

له ۱۹۹۰ راهیسې هر کال د راتلونکي کال د ښه والي اټکل کړی دی.

پر همدې مهال، د دغې نظرپوښتنې له مخې، راتلونکی ۲۰۱۴ کال د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو پرتله ښه ګڼل شوی.

د دغه شرکت مرستیال اعجاز ګیلاني ویلي، له ۲۰۰۵ کال وروسته د کالیو د نرخونو پورته کېدل په نړۍ کې د خوشبینۍ د کمېدو لامل شو، چې په ۲۰۰۸ کال کې ګرده نړۍ کې اقتصادي کړکېچ رامنځ ته شو.

باید وویل شي چې د نړۍ ۸۵ سلنه وګړي له شمالي امریکا او اروپا بهر اوسېږي.

خو د ۲۰۱۴ کال په اړه ددغې خوشبینۍ معنا دا نه ده، چې ګني د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شوی، ۳۲ سلنه خلک پر دې اند دي، چې اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو ۳۰ نور بیا اټکل کوي چې جیبونه به یې راتلونکی کال ډک وي.

د سږنۍ نظرپوښتنې یوه پوښتنه دا هم وه، چې ایا خلک چېرته ژوند کول خوښوي: د نړۍ ۳۸ سلنې خلکو ویلي وو، چېرې چې ژوند کوي، ترې خوښ ښکاري، خو که امریکا ته ورسېږي، ژوند به یې لا ښه شي، چې په دویم او درېیم پړاو کې استرالیا او کاناډا دي.

د نظرپوښتنې له مخې، که څه هم عرب پسرلي عرب وګړي ډېر وځپل، چې د ناامنیو څپې یې شمالي افریقا ته هم وغځېدې، خو خلک یې کډو کولو ته زړه نه ښه کوي. دوی د امریکا پر ځای عربستان ته تګ ته ډېر لېواله دي.

عجیبه لا دا ده چې د ایټالیا په اندازه سعودي عربستان ته خلک د تګ ډېرې هڅې کوي.

امریکا نه یوازې د کډوالۍ لپاره ښه ځای نه دی ګڼل شوی، بلکې ۲۴ سلنې پوښتنل شویو ویلي، چې امریکا د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ ګرځېدلی.

د امریکا ګاونډیان له خپل څنګلوري ګاونډي ښه خاطره نه لري، چې د ۳۴ سلنې مکسیکي او ۱۷ سلنې کاناډايي پوښتل شویو په اند، امریکا د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.

پاکستان اته او چین په شپږ سلنې تر امریکا وروسته راغلي، خو ورپسې ایران، اسرائيل، افغانستان او شمالي کوریا په سلو کې پنځه په مشترک ډول په یوه کتار کې راغلي.

بله پوښتنه دا ده، که چېرې زیاتره سیاستوال ښځې وای، نو ایا نړۍ به غوره شوې وای او که نه.

Image caption کوم هېوادونه تر ډېره نړیوالې سولې ته خطر دی؟

ظاهراً د نظرپوښتنې پنځوس سلنې پوښتل شویو ویلي، چې نه پوهېږي، ۸۰ سلنې ویلي، سیاست نر او ښځه نه لري، ۴۱ سلنې ویلي چې دواړه یو ډول دي.

په نظرپوښتنه کې ویل شوي، چې زیاترو اسلامي هېوادونو کې ښځينه سیاستوالو ته په سم نظر نه کتل کېږي.

جاپانیانو، کینیايي وګړو او تایلنډیانو د ښځینه سیاستوالو په اړه ډېره اندېښنه ښوولې؛ شاید همدا علت وي چې ښځینه لومړۍ وزیرانې پرې واکمنې دي.

خو په جنوبي امریکا کې پر ښځینه سیاستوالو باور ډېر دی.

خو افغانستان چې تل نارینه په کې پر ښځینه وو واکمن ګڼل شوي، د ښځینه سیاستوالو په اړه باور ډېر شوی.

چین کې هم نارینه لومړی او بیا پسې ښځې دي، خو ښکاري چې هلته هم پر مېرمنو باور ډېرېدونکی دی.

ایرانیانو په دې نظرپوښتنه کې ګډون نه درلود، خو افغانان یې د پوښتل شویو له ډلې وو.