د نړۍ لرو بر کې د نوي کال هر کلی وشو

Image caption په نورې نړۍ کې څو ساعتونه پاتې دي چې نوی کال پیل شي.

په لرې خیتځ کې خلکو په خوښیو او اور لوبو د ۲۰۱۴ کال د پیل هرکلی وکړ.

په نورې نړۍ کې څو ساعتونه پاتې دي چې نوی کال پیل شي.

د استرالیا په سېدني کې په زرګونه خلک د اور لوبو نندارې ته وتلي وو.

نن د ورځې وړاندې د لندن پر وخت ۱۱ بجې، نیوزیلاند لومړنی هېواد و چې نوي کال ته یې ښه راغلاست ووایه.

له دې وروسته به په ختیځې اسیا کې لومړی بېجېنګ، بیا جاکارتا او ورپسې سینګاپور د نوي کال هرکلی کوي.

د ډېرو هېوادونو د نوي کال د اور لوبې مراسم به په ژوندۍ بڼه پر انټرنېټ هم خپرېږي.

ويل کېږي په منځني ختیځ کې اور لوبه د یوه الوتونکي باز په شکل کې ډیزاین شي او د هغه هېواد تر لرو پرتو برخو پورې به ورسېږي.

په جاپان کې هم خلک پر زیارتونو را ټولېږي چې نوی کال ولمانځي.

ټاکل شوې په چین کې هم مېله تر ډېر ناوخته روانه وي.

اروپايي هېوادونه لکه مسکو، پاریس او لندن چې څو ساعته وروسته به نوی کال پیلوي هم د مېلو تیاری نیسي.

په لندن کې د اور لوبې سنبالونکي وايي هغه کسان چې د تېمز سیند غاړې ته د نوي کال راتلو ته ورځي، د مېلې او چاپیریال اصلي خوند به وڅکي.

په سوېلي افریقا کې به د نوي کال راتلو ته سترګې په لار یو وړیا کنسرت هم ولري چې په کې به پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا ته احترام هم ادا کېږي.

نیو یارک به هم نوی کال لکه بل هر وخت په ټایمز څلور لاري کې ولمانځي او په ریودېژېنېرو کې به دوه میلیونه خلک د برازیل د کوپاکابانا سمندر غاړې باندې را ټولېږي.

ورته مطالب