د ګوانتنامو درې بندیان سلواکیا ومنل

Image caption له دې دریو کسانو پرته اوس شاوخوا ۱۵۵ نور بندیان په ګوانتنامو کې ساتل کېږي.

درې اویغور چینايي مسلمانان چې په ګوانتنامو کې بندیان و، سلواکیا ته لېږدل شوي دي.

د سلواکیا د کورنیو چارو وزیر وايي دا درې واړه اوس د دغه هېواد په پلازمېنه کې اوسېږي.

سلواکیا چې د اروپايي اتحادیې او ناټو غړې ده تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې هم درې نور کسان ومنل چې په ګوانتنامو کې بندیان وو.

امریکا وايي ټول اویغور مسلمانان چې له دوی سره په ګوانتنامو کې زندانیان وو اوس خوشي شوې دي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې ګوانتنامو د هغو کسانو کور و چې امریکايي ځواکونو د القاعدې او طالبانو ضد عملیاتو کې نیولې وو.

د سلواکیا د کورنیو چارو وزیر ويلي "پر دغو کسانو، پر هېڅ یوه یې هم د ترهګرۍ ضد جرمونه او تورونه نه دې ثابت شوي. موږ دا کسان د هغې موافقې له مخې ومنل چې په ۲۰۰۹ کال کې مو له امریکا سره کړې وه."

د امریکا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغو دریو کسانو نومونه هم په ډاګه کړې دي.

دا درې واړه یوسف عباس، سیدالله خالق، او غفور نومېږي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي چې دا درې واړه اخرني اویغور مسلمانان دي چې د کیوبا په ټاپو کې په ګوانتنامو کې ساتل کېدل.

خبرپاڼه وايي دغه درې واړه کسان په خپله خوښه په سلواکیا کې مېشتېږي.

د امریکا د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي د دغو بندیانو لېږدونه د امریکا د دولت هغه پر له پسې هڅې ښيي چې غواړي په پایله کې یې د ګوانتنامو زندان وتړي.

امریکا تل چین ته د دغو مسلمانو بندیانو لېږدونه ردوله ځکه ويل یې ښآيي هلته یې بشري حقونه تر پښو لاندې شي.

چین تل د اویغور مسلمانو لږکیو په ځورونې تورن شوی دی.

له دې دریو کسانو پرته اوس شاوخوا ۱۵۵ نور بندیان په ګوانتنامو کې ساتل کېږي.

ډېری یې تر لسو کالو هم ډېر وخت کېږي چې هلته بندیان دي، که څه هم یو شمېر یې لا له وړاندې له هر ډول توره سپین ختلي و.

د دې کال په لومړیو کې تر ۱۰۰ ډېرو یې د نه خوړو اعتصاب وکړ.

د بندیانو د هغه رپوټ له مخې چې د وېکیلیس وېبپاڼې خپور کړی شاوخوا ۲۲ اویغور چینایان امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له نیول کېدو وروسته ګوانتنامو ته ولېږدول.

اویغور مسلمان لږکي د چین په لوېدیځ کې اوسېږي او بېجينګ تورنوي چې د سیاسي او مذهبي پلوه يې ځپي.

ورته مطالب