''که په مشرف څه وشي مسووليت يې پر محکمې دی''

Image caption محکمې ويلي که مشرف د جنورۍ پر دويمه حاضر نه شي نو د نيولو امر به يې وکړي

د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال پرويز مشرف مدافع وکیل وايي که پر موکل يې څه وشي، نو ټول مسووليت به يې پر محکمې وي.

د ښاغلي مشرف مدافع وکيل دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په اسلام اباد کې د پوځي جنرال د کور پر لار دوه ځلې چاودېدونکي توکي وموندل شول.

د اسلام باد د پوليسو يوه چارواکي ويلي، چې د ښاغلي مشرف لپاره د چمتو شويو امنيتي تدابيرو په اړه ډاډه دی.

ده محکمې ته ویلي چې له پوليسو سره د مرميو ضد موټر شته چې محاکمې ته د مشرف په لېږد رالېږد کې کارېدای شي، خو دغه موټر د بم ضد نه دي.

بل خوا محکمې ويلي که پخوانی پوځي ولسمشر سبا د جنورۍ پر دويمه محاکمې ته حاضر نه شي، نو د نيولو پريکړه به يې وکړي.

د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف محاکمه چې په خیانت تورن دی روانه ده، خو ښاغلی مشرف د امنيتي ګواښونو له امله نه ورځي.

وړاندې تردې هم جنرال مشرف محکمې ته نه و حاضر شوی او وکیلانو یې ویل چې د هغه لپاره بشپړ امنیت او خوندیتوب نه شته.

۷۰ کلن مشرف

تېره اونۍ د هغه محاکمه د هغو رپوټونو تر خپرېدو وروسته وځنډېده چې په کې ویل شوي محکمې ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې یو بم موندل شوی دی.

د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خیانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي.

۷۰ کلن مشرف دغه تورونه نه مني او وايي چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګیزه لري.

که پر ښاغلی مشرف لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ښايي د اعدام او یا عمري بند له سزا سره مخامخ شي.

ورته مطالب