''د حلب روغتونونه په ملکي ټپيانو ډک دي''

Image caption مرستندويه کارکوونکي وايي له دوو اوونیو په کمه موده کې نژدې ۳۰۰۰ ولسي وګړي ټپیان شوي

په سوریه کې مرستندویه کارکوونکي وايي په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد په لوی ښار حلب کې روغتونونه د ولسي وګړو له ټپیانو ډک شوي دي.

راپورونه وايي په وروستیو کې پر حلب د حکومت هوايي بمبارۍ سختې شوې دي.

دوی وايي د ښوونځيو او مارکیټونو په ګډون له ګڼې ګوڼې پر ډکو سیمو بېرلي بمونه او چاودېدونکي توکي غورځول شوي دي.

ایتور زابال ګوګیزکو چې د بې پولې ډاکترانو غړی دی له حلب ښاره تازه ستون شوی دی.

هغه وايي له دوو اوونیو په کمه موده کې نژدې ۳۰۰۰ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

دی وايي ملکي خلک سخت په وېره کې وو، چې که هوا ښه شي حکومت به يې پر سيمو نور هوايي بریدونه وکړي.

په سوريه کې دغه اندېښنې پر داسې مهال راټوکېږي، چې له دغه هېواده د کېمياوي وسلو د وېستلو چاره ټکنۍ شوې ده.

هغه دوه بېړۍ چې ټاکل شوې وې، د سوريې لاذقيې بندر ته د کېمياوي وسلو د لېږدل لپاره ورشي، نه دي ورغلي.

ټاکل شوې وه، روسي لارۍ د سوريې کېمياوي وسلې تر بندره راورسوي او وروسته يې دغه بېړۍ تر ايټاليا چې د امريکا بېړۍ په کې ولاړه ده ورسوي.

دغه وسلې به بيا د امریکا په بېړۍ کې شنډېږي او وروسته به په ازادو اوبو کې خوشې کېږي.

د سوريې په جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي او د جګړې له وېرې میليونونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب