پراګ کې فلسطینی دېپلومات وژل شوی

Image caption جمال الجمال له برید وروسته روغتون ته یوړل شو خو څو ساعته وروسته یې ساه ورکړه.

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې پولیس وايي یو فلسطینی دېپلومات په خپل کور کې په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

دغه دېپلومات هغه وخت ووژل شو چې کور ته ور وړل شوی بکس یې خلاصاوه.

په پراګ کې د فلسطیني نمایندګۍ مشر جمال الجمال له برید وروسته روغتون ته یوړل شو خو څو ساعته وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه د چاودنه لامل نه دی څرګند او پولیس وايي هېڅ داسې شواهد نشته چې وښيي دغه یو پلان شوی برید و.

یوه ۵۲ کلنه مېرمن هم روغتون ته وړل شوې.

دا چاودنه د پراګ په سکوډل سیمه کې د دغه فلسطیني دېپلومات په کور کې شوې.

د فلسطیني نمایندګۍ یوه ویاند په پراګ کې خبریالانو ته ويلي چې ښاغلی جمال د چاودنې پر مهال له خپلو ماشومانو سره په کور کې و.

له لوېدیځې غاړې یوه فلسطیني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي روایټرز خبري اژانس ته ويلي چې دغه دېپلومات په دې نژدې وختونو کې دغه کورته کډه شوی و.

یوه بل فلسطیني چارواکي بیا ويلي ښاغلي جمال له ځانه سره نوي کور ته یو زوړ بکس وړی و او کله چې یې خلاصاوه چاودنه وشوه.

یوې چکۍ ورځپاڼې ويلي دا چاودنه ښايي له بې احتیاطۍ را منځ ته شوې وي.

دغه پاڼه وايي دا چاودنه هغه وخت شوې چې فلسطیني دېپلومات د پیسو بکس پرانیسته.

په سیمه کې د روایټرز خبري اژانس د خبریال په وينا له کوڅې داسې نه ښکاري چې کور ته دې کوم زیان اوښتی وي.

د فلسطین د خپلواکۍ غرځنګ چې د فلسطینیانو استازیتوب کوي د پراګ په کډون په څو نورو اروپايي هېوادونو کې هم نمایندګۍ لري.

ورته مطالب