د سندرغاړې په بدنامولو عرب زلمی په دُرو وهل کېږي

Image caption د زنا او بدلمنۍ تور په سعودي کې تر ټولو سخته سزا لري.

په سعودي عربستان کې یوه سړي ته د یوې سندرغاړې د بدنامولو په تور د ۸۰ دُرو سزا ورکړل شوه.

دغه کس به چې پر انلاین یې د یوې سندرغاړې پر ضد د درواغو تورونه پورې کړي اوس د دُرو تر څنګ درې میاشتې په زندان کې هم تېروي.

دغه سندرغاړې چې نیمه کوېټۍ او نیمه سعودۍ ده شمس نومېږي او ډېر کله یې د سعودۍ مېرمنو په ملاتړ سندرې ويلي دي.

دا تېره میاشت یې هم داسې سندره وويله چې په سعودي کې د مېرمنو د موټر چلونې پر بندیز اعتراض و.

اوس یې په یوې سعودۍ محکمه کې خپله هغه قضیه وګټله چې دا یې د ځان د عزت او پت دفاع بولي.

خبره دا وه چې یوه زلمي پر انټرنېټ جعلي عکسونه خپاره کړل او ورسره یې د دې په اړه لیکلي و چې دا بدلمنه ده او د یوه چا سره یې د زنا پر مهال دا عکسونه اخیستل شوي دي.

دا تور په سعودي کې ډېره سخته سزا لري.

شمس ويل ښايي همدې لیکنې یې ژوند ګواښلی وای او یا چا وژلې وای.

محکمې وموندله چې هغه زلمي د خپلې لیکنې لپاره هېڅ ثبوت نه شوای موندلی نو ځکه یې ځوان د نجلۍ د بدنامولو په تور په سزا محکوم کړ.

دا په سعودي کې تر ټولو کم سارې پېښه ده.

د شمس په څېر ځوانې سندرغاړې په تېره یوه لسیزه کې ډېرې شوې دي.

د دوی وېډیوګانې او کنسرتونه په زرګونه خلک په ځان را ماتوي که څه هم ځینې سخت دریځې یې تل پر ضد ویناګانې کوي، وايي ټولنه او ځوانان بې لارې کوي.

د دې سندرغاړو ژوند ورځپاڼې، وېبپاڼې او مجلې له نژدې څاري.

ډېر کله رپوټونه د دوی او د دوی د سیالانو ترمنځ په لانجو او بخیلیو راټول وي.

همدا خبره د دې قضیې په تړاو هم ډېره مهمه ده.

شمس او د هغې وکیلان وايي هغه ځوان چې شمس یې په زنا او بدلمنۍ تورنه کړې د یوې بلې عربې سندرغاړې سخت مینه وال دی چې د شمس ورسره وړاندې لانجه راغلې وه.

ورته مطالب