' پروېز مشرف محکمې ته پر لاره و، چې ناروغ شو '

Image caption د چهارشنبې په ورځ محکمې وویل خیانت داسې یو جرم دی، چې ضمانت يې نه کېږي، خو محکمه دې لړ کې تر اوسه له زغمه کار اخلي.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشر د ناروغۍ له کبله روالپنډۍ کې د زړه ناروغیو درملنې پوځي روغتون ( ارمډ فورسز انسټیټیوټ اف کارډیالوجي )ته لېږدول شوی.

په پام کې وه، چې پرویز مشر د خیانت قضیې لړ کې محکمې ته وړاندې شي، خو د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې مشرف محکمې ته پر لاره و، چې ناڅاپه ناروغ شو او سمدلاسه پوځي روغتون ته ولېږدول شو.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د اسلام اباد امنیت مشر له قوله ویلي، چې پروېز مشرف د زړه ناروغۍ له کبله روغتون ته لېږدول شوی.

له دې مخکې د پاکستان د پروېز مشرف د خیانت محاکمې لړ کې ځانګړې محکمې امر کړی و ، چې باید نوموړی له ۱۱ نیمو بجو مخکې محکمې ته حاضر شي، که نه د نوموړي نیولو امر به وکړي.

د پروېز مشرف مدافع وکیل احمدرضا قصوري له خبریالانو سره خبرو کې وویل:

' د منصفه پلاوي رویه غیر اخلاقی ده.'

نوموړي زیاته کړه. ' د پروېز مشر ناروغي د الله ( ج ) رضا ده او د منصفه پلاوي رویه باید مناسبه وي.'

د خبریالانو پوښتنو په ځواب کې نوموړي وویل:

' کېدای شي، یو روغ انسان ناڅاپه ناروغ شي او دا چې که پروېز مشرف له محاکمې ډارېده، نو هېواد ته به نه ستنېده.'

له دې مخکې د پروېز مشرف مدافع وکیلانو ویلي و، د محکمې دا ویل، چې نوموړی باید هرومرو حاضر شي، د ګواښ معانا لري.

دپرویز مشرف یوه مدافع وکیل انور منصور په وینا:

' له تېر ماخوستن راهیسې ګواښل کېږم، ځکه نه شم کولای دغه محاکمې ته حاضر شم.'

نوموړي له محکمې غوښتل، چې محاکمه وځنډوي، خو محکمې یې غوښتنه رد کړه، وايي: ' محاکمه له دې مخکې هم ځنډول شوې، خو مشرف باید یو ځل محکمې ته حاضر شي، چې رسماً تورن شي، نور مسایل به وروسته کتل کېږي.'

د محکمې په وینا د مشرف ورتګ قانوني غوښتنه ده، چې باید په هر حال ومنله شي.

د پنجشنبې په ورځ هم د منصفه پلاوي او مدافع وکیلانو تر منځ لفظي شخړه وشوه او له هغه وروسته د مشرف وکیلانو هغه ته مشوره ورکړه، چې محکمې ته حاضر نه شي.

له دې مخکې د مشرف یوه مدافع وکیل ډاکټر خالد رانجا بي بي سي ته وویل:

' هېڅوک چمتو نه دي، چې هغه په خپل مسوولیت محکمې ته راولي، د هغه ژوند او د هغو چې له ده سره راځي، ژوند له خطر سره مخامخ دی او دا یوه ستونزه ده.

د هغه ژوند د طالبانو په څېر کسانو له لوري له خطر سره مخامخ دی، چې غواړی هغه ووژني. '

د چهارشنبې په ورځ محکمې وویل خیانت داسې یو جرم دی، چې ضمانت يې نه کېږي، خو محکمه دې لړ کې تر اوسه له زغمه کار اخلي.

د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خیانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي.

۷۰ کلن مشرف دغه تورونه نه مني او وايي چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګیزه لري.

که پر ښاغلی مشرف لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ښايي د اعدام او یا عمري بند له سزا سره مخامخ شي.

ورته مطالب