منموهن سنګهـ: د بل ځل صدراعظم کېدو نيت نه لرم

Image caption منموهن سنګهـ دوه دورې يا لس کاله د هند لومړی وزير و

د هند لومړي وزیر منموهن سنګهـ ویلي نه غواړي د دریم ځل لپاره په خپله څوکۍ پاتې شي.

ښاغلي سنګهـ په نوي ډیلې کې په یوه خبري غونډه کې وویل که د راتلونکو ټاکنو په پایله کې که د ده ګوند، ګانګرس بریالی شو نو خپل ځای به نوي مشر ته پریږدي.

ښاغلی سنګهـ د نږدې لسو کلونو لپاره د نړۍ په ترټولو ستر دیموکراسي لرونکي نظام کې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د هند د لومړي وزير دويمه پنځه کلنه دوره د پای ته د رسیدو په حال کې ده.

ښاغلي سنګهـ ویلي کانګرس ګوند به د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نوماند په یوه مناسب وخت کې اعلا کړي.

ده زياته کړه چې د ګوند مرستیال راهول ګاندي تر ټولو باوري شخص دی چې دې منصب ته وټاکل شي.

ښاغلي سنګهـ وويل: ''ما په خپلو خبرو کې وویل چې د کانګرس ګوند د بریالیتوب په صورت کې به زه د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره نوماند نه یم. راهول ګاندي باوري شخص دی چې د مشرتابه لپاره وټاکل شي. زه هیله لرم چې زموږ ګوند به په مناسب وخت کې دا پریکړه وکړي''.

پر همدې مهال د هند صدراعظم ويلي چې د جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال له پاکستان سره په د اړيکو په لرلو کې يوه مهم پرمختګ ته نژدې شوي و.

خو دی وايي هغه مهال چې په پاکستان واک نورو په لاس کې واخيست دغه خبرې نژدې په ټپه ودرېدې.

په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د خپلې واکمنۍ په تېرو لسو کلونو کې يې پاکستان ته سفر ونه کړ، وويل: ''زه ډېر هيله من چې پاکستان ته ولاړ شم، زه هلته پيدا شوی يم. خو زه هغه وخت تللی شم چې د پرمختګ لپاره حالات بالکل سم وي''.

د هند او پاکستان اړيکې له تېرو څو لسيز راهيسې ترينګلې دي، خو پر ممبيي بريدونو د دوی ترمنځ يوه څه ښې شوې اړيکې بېرته پخواني حالت ته ورسولې.

ورته مطالب