اسراييلي جېټ الوتکو پر غزې هوايي بريدونه کړي

Image caption تر اوسه د دغو هوايي بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه، نه دي ورکړای شوي

په غزې تراډه کې د بي بي سي يو خبریال وايي اسرایيلي جنګي الوتکو نن سهار وختي د غزې په شمالي، سویلي او مرکزي سیمو یو لړ هوايي بریدونه وکړل.

دا بریدونه له هغه څو څو ساعته وروسته کېږي چې د اسراییلو په سویل کې له غزې څخه ځايي جوړ شوی توغندی وتوغول شو.

عیني شاهدانو ویلي د اسراییلو په هوايي برید کې د غزې شمال ته د حماس ډلې د پوځي څانګې قسام د روزنې یو مرکز په نښه شوی دی.

دوی ويلي دغه بريد چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې.

په دې برید کې دغه راز امنیتي مرکزونه او په سرحدي سیمه کې د مغازي په نوم د کډوالو پنډ غالي ته څیرمه سیمې په نښه شوي دي.

خو تر اوسه د دغو بمباريو په اړه د مرګ ژوبلې راپورونه، نه دي ورکړای شوي.

پر همدې مهال فلسطیني روغتیايی چارواکي وايي اسراييلي ځواکونو پر یوه ۱۶ کلن فلسطیني هلک ډزې کړي او په پښو یې ویشتلی دی.

۲۶ فلسطيني بنديان

دغه هوايي بريدونه پر داسې مهال کېږي، چې اسرائیلو څلور ورځې وړاندې ۲۶ نور فلسطیني بندیان خوشي کړل.

خو فلسطیني ولسمشر محمود عباس ویلي، تر هغو چې اسرائيل ټول فلسطیني بندیان خوشي نه کړي، له تل ابیب سره د سولې خبرې پیلېدل ناممکن دي.

دغه بندیان د امریکا په منځګړیتوب په دې شرط خوشي شوي، چې منځني ختيځ کې به د سولې خبرې بېرته پیلېږي.

عباس په تېره یکشنبې د اسرائيلو د حکومت د یوې جرګه ګۍ هغه پرېکړه رد کړه، چې وايي، د اردن غور سیمه دې له اسرائيلو سره یوځای شي.

نوموړي وویل، که چېرې دا کار وشي، لوی خطر به رامنځ ته شي.

فلسطیني چارواکو او وګړو د فلسطیني پاڅون د ۴۹ کلیزې په ویاړ او د بندیانو د خوشي کېدو په خوشالیو کې د "ازادۍ" په نامه شمونه هم بل کړل.

واشنګټن د اسرائيلو له خوا د بندیانو د خوشي کېدو دغه ګام "مخ پر وړاندې تګ ته " یو نېک ګام بللی دی.

ورته مطالب