د کېمياوي وسلو د لېږد بېړۍ سوريې ته روانېږي

Image caption ويل کېږي سارين غازو په تېر اګست کې زرګونه کسان وژلي دي

ډنمارکۍ او نارویژنۍ بیړۍ نن یو ځل بیا د سوریې د کیمیاوي وسلو د لیږد لپاره له قبرس نه خپل سفر پيلوي.

دا بیړۍ به د سوریې په سمندري اوبو کې تر هغه انتظار باسي چې له لاذقیه بندر څخه د دغو وسلو د لیږد بهير پیل شي.

روسي او چینايي جنګي بیړۍ به په دې برخه کې د ساتنې دنده پر غاړه ولري.

په پام کې ده چې د کېمياوي وسلو له ۱۲ ځايونو سلګونه ټنه خطرناک زهرجن مواد د روسیې په زغره والو لاریو کې ولیږدول شي.

دا بیړۍ وروسته له هغه قبرس ته وګرځیدلې چې سوریې ونه شو کړای د ټاکل شوې نېټې سره سم چې هغه د تیرې ډسمبر میاشتې ۳۰مه وه، د کیمیاوي موادو د لیږد چاره سمبال کړي.

په سوریه کې روانه جګړه، لوژستیکي ستونزې او د هوا خراب حالت د دې چارې د ځنډیدلو لاملونه بلل شوي دي.

نړیوال ماموریت په دې تمه دی چې د سوریې ډېرې خطرناکې کیمیاوي وسلې د لاذقیه بندر ته ولېږدوي.

دا ضرب الاجل د هغې هوکړې لومړی پړاو دی چې هڅه کوي سوریه له کیمیاويي وسلو پاکه کړي.

د اګست ۲۱مه

سوریې دا هوکړه د امریکا او روسیې په منځګړتوب له هغه وروسته وکړه چې د سارین غازو ډک څو توغندي د اګست میاشتې په ۲۱ مه، دمشق ته نژدې، پر دریو کلیو ولګېدل او په زرګونه کسان یې ووژل.

لوېدیځ چارواکو وويل یوازې د سوریې حکومت کولی شي دا ډول یو برید وکړي خو د سوریې ولسمشر بشارالاسد یې پړه پر یاغیانو واچوله.

د سوریې د کیمیاويي وسلو د ختمولو نړیوال پلان له مخې امریکايي او چینايي کامرې به د هغو روسي لاریو خوځښت څاري چې په سوریه کې دننه له ۱۲ ځایونو نه کیمیاويي وسلې لاذقیه ته لېږدوي.

له هغې وروسته به ناروېژنۍ او ډنمارکۍ بېړۍ دغه وسلې د ایټالیا یوه بندر ته وړي او بیا به هلته د امریکا یوې سمندري بېړۍ ته لېږدول کېږي او له شنډېډو وروسته به یې هغوی په نړیوالو اوبو کې اچوي.

ورته مطالب