امريکا کې واورې ۳۲۰۰۰ پروازونه لغوه کړي

Image caption په بوسټن، نيو همشاير او يو شمېر نورو سيمو کې ځينې خلک له برېښنا پرته اوسېږي

د امریکا په شمال ختيځ کې د واورې د سخت توپان وروسته ځايي خلکو ته ويل شوي چې له خپلو کورونو بهر ونه وځي.

په دغو سيمو کې تر ۱۴ انچه پورې واوره شوې او شاوخوا ۳۲۰۰۰ پروازونه لغوه شوي دي.

په نيويارک او يو شمېر نورو سيمو کې په ساعت کې د ۷۲ کيلومتره واورينې سړې هوا چټکتيا اټکل شوې ده.

بل خوا د امريکا د ګاونډي هېواد کاناډا په ځينو سيمو کې د تودوخې درجه منفي ۴۶ ته راښکته شوې ده.

په مونټريال او وني پيګ کې بيا د تودوخې درجه منفي ۲۶ ښوول شوې ده.

د امريکا د هوا پېژندنې اداره وايي په شمال ختيځو سيمو کې څو انچه واوره شوې، خو واورين توپان د پنجشنبې له ماښام نه زور اخيستی.

د دغې ادارې د يوه کارکوونکي جېسن ټيول په خبره ''ډېره واوره اورېدلې او تېزه باد ورسره لګېږي''.

په بوسټن، نيو همشاير او يو شمېر نورو سيمو کې ځينې خلک له برېښنا پرته کورونو کې اوسېږي.

په ځينو سيمو کې ښوونځي تړل شوي او د نيويارک والي خلکو ته لارښوونه کړې، چې له موټرو سره له خپلو کورونو ونه وځي.

پر همدې مهال د ميساچوسټس ايالت والي له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې له دفترونو په چټکۍ خپلو کورونو ته ستانه شي او بهر له وتلو ډډه وکړي.

ورته مطالب