د عبدالله عزام ډلې لنډه پېژندنه

Image caption په تېر نومبر کې بیروت کې د ایران پر سفارت د هغه ځانمرګي برید پړه دغې ډلې ومنله، چې ۲۲ کسان پکې ووژل شول.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د عبدالله عزام ډله د هغو سني جهادي ډلو جنګي برخه ده، چې له القاعدې شبکې سره تړاو لري.

دغه ډله په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې.

اټکل دی، چې د دغې ډلې څو نورې کوچنۍ ډلې په لبنان، عرب ټاپو وزمه او نورو سیمو کې فعالې دي.

داسې باور هم شته، چې دغه ډله افغانستان او پاکستان کې فعالیت لري.

دغه ډله د القاعدې د بنسټګر اسامه بن لادن له مفکورې سرچینه اخلي.

د ۲۰۱۲ کال له جون راهیسې د دغې ډلې مشر د سعودي عربستان تابعیت لرونکي ماجد بن محمد الماجد پرغاړه ده.

لږترلږه د دغې ډلې دوه جګپوړي مشران د ترهګرو په تور لست کې شامل شوي دي.

دغه ډله د صالح القروي له خوا جوړه شوې، چې ویل کېږي سعودي چارواکو څه موده مخکې ونیو.

ویل کیږي، چې القروي له افغان پولې سره نژدې د قبایلي سیمې په یوه پټنځي کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې سخت ټپي شوی و.

Image caption دغه ډله د صالح القروي له خوا جوړه شوې، چې ویل کېږي سعودي چارواکو څه موده مخکې ونیو.

دغه ډله د سني مسلمانانو له حقونو د دفاع تر سرلیک او نارې لاندې فعالیت کوي.

ظاهراً د دوی نیوکه دا ده چې ولې د لبنان حزب الله شیعه ډله د هېواد د مخکښو سیاسي سني مشرانو د وژنو چارې ترسره کوي.

په ۲۰۱۲ کې، د عبدالله عزام ډلې هغو لبناني شیعه وګړو ته یو ګواښونکی پیغام خپور کړ، چې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي.

پیغام کې ویل شوي وو، که چېرې شیعه لبنانیان د سوري حکومت ملاتړ وکړي، د عبدالله عزام ډله به شدیده سزا ورکړي.

په ۲۰۱۱ کال کې دغې ډلې سوري وګړي د سوله ییزو مظاهرو لپاره وهڅول.

خو د ۲۰۱۱ اګست کې دغې ډلې یوه اعلامیه خپره کړه او د پوځي فعالیت ګواښ یې وکړ.

د عبدالله عزام ډلې په منځني ختيځ کې پر بهرنیو بنسټونو او ګټو د بریدونو ګواښونه کړي، او لبنان کې یې د حکومت او سعودي حکومت د راپرځولو په ملاتړ د لاریونونو جوړولو غوښتنې کړې دي.

اټکل دی، چې دغې ډلې د لبنان له سوېل څخه پر اسرائیلو راکټي بریدونه کړي.

همداشان، دغه ډله د ۲۰۱۰ اګست کې په خلیج کې د جاپان د تېلو پر ټانکر د تېلو د ځانمرګي برید پړه هم بلل شوې ده.

ورته مطالب