ایټالیا وايي۱۰۰۰ کډوال یې ژغورلي

Image caption د ایټالیا حکومت له اروپايي هېوادونو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي برخه کې د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې وه.

ایټالوي چارواکي وايي، سمندري ساتونکو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰۰ ډېر هغه کډوال ژغورلي، چې د لامپیدوسا ټاپو ته پر لاره وو.

د دغو کډوالو زیاتره برخه مصري وګړي دي، خو پاکستانیان، عراقیان او تونسیان هم پکې شته.

ایټالیا وايي، ۸۲۳ کډوال د تېرې پنجشنبې په ورځ په څلورو کوچنیو کښتیو کې سپاره وو، چې له ډوبېدو وژغورل شول.

ایټالوي چارواکو ویلي، چې په تېره چارشنبې یې هم ۲۳۳ هغه نور کډوال وژغورل چې زیاتره یې پاکستاني او د افریقايي هېوادونو وګړي وو.

لامپیدوسا له هغو زرګونو کډوالو سره په چلند کې لاس او ګرېوان دی، چې د ایټالیا په هدف دغه ټاپو ته مخه کوي.

په تېر اکتوبر کې تر ۴۰۰ ډېر غه اریتریايي او سومالیايي کډوال دغه ټاپو ته څېرمه هغه مهال ډوب شول، چې له شمالي افریقا ایټالیا ته نژدې شوي وو.

تېر کال له سوریې څخه د جګړې له کبله زرګونه کډوال دغه ځای ته تللي وو.

یونان او ایټالیا د هغو افریقايي او اسیايي کډوالو هغه دوه اصلي تمځایونه دي، چې له خپلو هېوادونو د بې وزلۍ او جګړو له کبله نورو هېوادونو ته ځانونه رسوي.

Image caption د اروپايي اتحادیې استازولۍ هم له ځینو هېوادونو سره د کډوالو د ناقانونه سفر د مخنیوي په اړه خبرې کړې وې.

په روم کې د بي بي سي خبریال الن جانسن وايي، ایټالوي چارواکي ایله د ژمې پرمهال د هغو ناقانونه کډوالو له ستونزو یوڅه بې غمه شوي، چې د یخنۍ له کبله په سمندر کې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

خو په تېرو څو ورځو کې د یو شمېر کډوالو ژغورل د دې ښکارندوی دي، چې ګني دغه کډوال اروپا ته په هر وخت او ستونزو کې د ځان رسولو ته چمتو دي.

د ایټالیا حکومت له اروپايي هېوادونو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي برخه کې د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د اروپايي اتحادیې استازولۍ هم له ځینو هېوادونو سره د کډوالو د ناقانونه سفر د مخنیوي په اړه خبرې کړې وې.

ورته مطالب