د بنګله دېش ټاکنو کې تاوتريخوالي ۵ کسه وژلي

Image caption خالده ضياء د شيخ حسينې پر حکومت تور لګوي، چې له تېرې اوونۍ راهيسې يې نظر بند کړې

په داسې حال کې چې په بنګله دېش کې اپوزېسيون له عمومي ټاکنو سره د پرېکون اعلان کړی، په دغه هېواد کې د اپوزېسيون د فعالانو او پولیسو ترمنځ نښتې پيل شوې دي.

راپورونه وايي د نن ورځې په ناکراريو کې لږترلږه پنځه کسه وژل شوي دي.

په بنګله دېش کې نن خلک په داسې حال کې په عمومي انتخاباتو کې خپلې رايې کاروي، چې د دغه هېواد د اپوزېسيون، نشنل ګوند په ګډون ۲۰ ګوندونو له دغو ټاکنو سره پريکون کړی دی.

په بنګله دېش کې رايه اچونه په ځايي وخت سهار اته بجې پيل شوې او تر مازيګره به دوام وکړي.

پرون (شنبه، جنوري ۴مه) د رايې ورکولو لږترلږه ۱۰۰ مرکزونو ته اور اچول شوی، او له ټاکنو وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې شاوخوا ۱۰۰ کسه وژل شوي دي.

د بنګله دېش اپوزيسيون د ټاکنو پر مهال د دوو ورځو لپاره د کاربنديز اعلان کړی دی.

بل خوا په چټاګونګ کې چارواکي وايي ټاکنې له مهالوېش سره سمې پر خپل وخت پيل شوې، دغلته د رايې ورکولو مرکزونو ته اور اچول شوی و.

دی وايي: ''د رايې ورکولو هغه مرکزونه چې سوځول شوي، د هغو پر ځای موږ موقتي مرکزونه جوړ کړي، خلک راځي او خپلې رايې کاروي''.

د بنګله دېش اپوزېسيون غواړي چې دغه ټاکنې دې د يوه بې پرې موقت حکومت تر څارنې لاندې وشي، هغسې چې مخکې کېدې، خو د شيخ حسينه واجد حکومت د اپوزېسيون دې غوښتنې منلو ته چمتو نه دی.

نظر بندي

له دې وړاندې پوليسو او انتخاباتي مسوولينو ويلي و، چې د شنبې پر ورځ په پلازمېنه ډاکه او ۲۰ نورو ولسواليو کې د رايې ورکولو نژدې ۱۰۰ مرکزونو ته اور اچول شوی دی.

د سوځول شويو مرکزونو ډېری يې په ښوونځيو او حکومتي ودانيو کې جوړ شوي وو.

اټکل دا دی چې دغه انتخابات به د اوسنۍ لومړۍ وزيرې شیخ حسينه واجد ګوند، عوامي ليګ په اسانۍ سره وګټي.

د بنګله دېش نشنل ګوند تور لګوي چې د ګوند مشره خالده ضيا په کور کې نظربند شوې ده.

وروسته له هغه چې خالده ضياء له خلکو وغوښتل خپلې رايې ونه کاروي، اپوزېسيون د کاربنديز اعلان وکړ.

د بنګه دېش حکومت د خالده ضيا د نظربند نه انکار کړی، خو خالده ضياء وايي له تېرې نژدې يوې اوونۍ راهيسې په ډاکه کې له خپله کوره د وتلو اجازه نه لري.

ورته مطالب