سعودي کې د الوتکې بېړنۍ ناستې ۲۹ کسان ټپیان کړل

Image caption دغه الوتکه د ایران له مشهد ښاره مدینې منورې ته روانه وه، چې له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوه.

په سعودي عربستان کې یوه الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې، چې لږترلږه ۲۹ کسان یې ټپیان کړي دي.

سعودي چارواکي وايي، د سعودي هوايي شرکت بوینګ ۷۶۷ الوتکه له ایرانه د سعودي عربستان مدینه منوره کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه، چې لږترلږه ۲۹ کسان یې ټپیان کړل، چې د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغه الوتکه د شاتنیو ټایرونو د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د سعودي د هوايي چلند عامې ادارې ویاند خالد بن عبدالله الخیبري ویلي، الوتکه د ایران له مشهد څخه د سعودي لوېديځ مدینې منورې ښار ته روانه وه، چې د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

دا پېښه د امیر محمد بن عبدالعزیر پر نړیوال هوايي ډګر رامنځ ته شوې ده.

ویاند زیاتوي، چې دغه الوتکه بوینګ ۳۳۰-۷۶۷ ډوله وه، چې لږترلږه ۳۱۵ مسافر پکې سپاره وو.

د ویاند په خبره، د تخنیکي ستونزې له کبله د الوتکې شاتنیو ټایرونو کې خرابي رامنځ ته شوې وه، چې الوتکه یې پر ځغاستلیکې بېړنۍ ناستې ته اړ کړه.

پېښه کې ۱۱ ټپیان عاجل روغتون ته وړل شوي، خو ۱۸ نور مسافر لږ ټپیان دي.

پیلوټ د ستونزې له رامنځ ته کېدو سره سم رادار ته خبر ورکړی.

ورته مطالب