اردوغان د دسیسې جوړوونکو بیا محاکمه کېدل غواړي

Image caption رجب طیب اردوغان

د ترکیې لومړى وزیر رجب طیب اردوغان وایي دی له دې ملاتړ کوي چې په لسگونه هغه جگپوړي پوځي افسران له سره محاکمه شي چې د حکومت د راپرځولو په تور پړ بلل شوي وو.

دوى په ۲۰۱۳ کال کې په دوو مهمو محکمو کې پړ وبلل شول.

د ترکیې لومړي وزير رجب طيب اردوغان استانبول کې خبريالانو ته وويل چې د محکومو شويو پوځي افسرانو له سره محاکمې پلوى دى.

د هغه دا څرگندونې د ترکيې په سياست کې يو بل ډراماتيک شاته تگ دى.

د خپلې ادارې په لومړيو کلونو کې لومړي وزيرله څارنولانو سره يونارسمي اتحاد جوړ کړچې پوځيان له سياسته لرې کړي.

دا هڅې په دوو لويو محکمو کې څرگندې شوې.

خو ډسمبر کې يو شمير همدغو څارنوتلانو د ښاغلي اردوغان د ځینو متحدينو د زنداني کولو حکم وکړ.

ښاغلي اردوغان دې ته قهرجن غبرگون وښود او عدلي سټې يې پر ناقانونه دسيسې تورنې کړي.

امنيتي ځواکونو وويل چې د دوى د افسرانو په وړاندې محکمې هم ناقانونه دسيسې کې شاملېږي.

داسې ښکاري چې اوس لومړي وزير د پوځيانو خوا نيولې چې يو مهال يې پرضد و.

ورته مطالب