سلگونه کورنۍ د عراق له فلوجې تښتي

Image caption د فلوجې اوسيدونکي د بمباريو له وېرې له ښاره تښتني

د عراق لويديځ ښار فلوجې اوسيدونکو بي بي سي ته ويلي دي چې يوشميرکورنۍ د پوځ توپچي اوهوايي بمبارۍ له وېرې نژدې کليو او ښارونوته تښتي.

پوځ وروسته له هغه پربريد لاس پورې کړچې قبايلي جنگياليو او القاعدې اورپکو پر ښار بشپړه ولکه وکړه.

د فلوجې ښار اوسيدونکو په وينا لږ تر لږه پنځه مهمې سیمې د ښار په لویدیځ، ختیځ او شمالي برخو کې هغه وخت په بې رحمانه توګه د توپونو او هوایي بمبارۍ لاندې راغلې کله چې قبایلي وګړي د حکومتي پوځ پر ضد له القاعدې سره یوځای شول.

فلوجې کې يو خپلواک خبريال محمد عبدالله بي بي سي ته وويل خپله يې په سلگونو کورنۍ وشميرلې چې له ښاره يې پښې سپکولې.

هغه وويل خلک له بمباريو ډېر ډارېږي ، ځنې خلک د ښار خوندې سيمو ته مخه کړې او ځنو نورو بيا د بغداد لار نېولې ده.

قبایلي وګړې په رمادي کې چې د فلوجې د ښار څخه ۴۰ کېلومتره لرې پروت دی، دیوه حکومتي ضد اعتراض د ماتولو پر سرپوځ ته په غوسه شول.

قبايلي وگړي تور لگوي چې د بغداد شعيه مشرانو لږه کيو ته شا کړې او دغه راز يې سنيان د ترهگرۍ ضد جگړې قرباني کړيدي.

د فلوجې د ښار څخه په دغه کچه د خلکو د وتلو بل لوى علت په ښار کې د خواراکي توکو او تېلو لږوالی دی.

د ګڼو خلکو وتنه هغه وخت پیل شوه چې په ا نبار ولایت کې د پوځ یو نظامي جنرال راشید الفلاح یوې حکومتي رسنۍ ته وویل چې د فلوجې او ر مادي څخه د القادې ایستنه به یو څو ورځې وخت ونیسي.

ورته مطالب