د بنګله دېش 'لانجمنې' ټاکنې پاې ته ورسېدې

Image caption بنګله دېش کې د اپوزېسيون د فعالانو او پولیسو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.

په بنګله دېش کې د یکشنبې ورځې تر شویو ټاکنو شمېرنې ښيي چې په د تېر په پرتله دا ځل په ټاکنو کې ډېرو کمو خلکو ونډه اخېستې ده.

وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې، خو د اټکل له مخې، یوازې څه باندې ۲۰ سلنه خلکو په رایې اچونې کې برخه اخېستې، چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې دا شمېره تر ۷۰ سلنې هم پورته وه.

حکومت مخالف بنګله دېش ملتپال ګوند وروسته له هغې په ټاکنو کې له ګډونه انکار وکړ، چې لومړۍ وزیرې شېخ حسینې د ټاکنو د څار لپاره یوه بې پلوه حکومت ته د واک له سپارلو انکار وکړ.

دغه ګوند غوښتنه کړې، چې د ټاکنو پایلې دې ناجوتې اعلان شي او له نن یې د اته څلوېښتو نورو ساعتونو لپاره د عمومي کاربندیز اعلان کړی دی.

داسې حال کې چې بنګله دېش کې اپوزېسيون له عمومي ټاکنو سره د پرېکون اعلان کړی و، پرون ( جنوري ۵ ) په دغه هېواد کې د اپوزېسيون د فعالانو او پولیسو ترمنځ نښتې هم وشوې.

راپورونه وايي د پرون ورځې په ناکراريو کې لږترلږه ۱۱ کسه وژل شوي دي.

د مهم اپوزېسیون بنګله دېش ملتپال ګوند له لوري له ټاکنو سره د پرېکړون معانا داده، چې ډېرو انتخابي حوزو کې د واکمن عوامي لیګ ګوند او ملګري کاندیدان یې له کومې سیالۍ پرته بریالي شوي.

ډاکه کې د بي بي سي خبریال وايي، له ټاکنو مخکې د تشدد کچه بې ساري وه او خلکو کې یې پام وړ وېره تره خپره کړه. اپوزېسیون دغه ټاکنې له رسوایۍ ډکه ننداره بللې.

ورته مطالب