امريکا عراق ته بې پيلوټه الوتکې او توغندي ورکوي

Image caption داسې برېښي چې عراقي ځواکونه له فلوجې د وسله والو په شا تمبولو کې پاتې راغلي

د امريکا متحد ایالات وايي دوی به عراقي حکومت ته د وسلو په ورکولو کې بېړه وکړي، چې د الانبار په ولايت کې یې د مخالفينو پر ضد وکاروي.

سپنه ماڼۍ وايي په دې لړ کې به امريکا په راتلونکو څو مياشتو کې عراق ته نورې اضافي بې پيلوټه/ ډرون او د هېلفاير په نوم پياوړي توغندي هم ورکړي.

په الانبار کې تاوتريخوالی د عراق په لويديځ کې د سختو جګړو لامل شوی، چې په وروستيو څو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

وروسته له هغه چې مخالفو جنګياليو د عراق د الانبار د فلوجې ښار کنټرول په لاس کې واخيست، امريکا د عراق د پوځ سره د دغو ملېشو په ځپلو کې د مرستې لپاره وردانګلي دي، خو دا ځل هلته د سرتېرو په بڼه نه، بلکې په غير مستقيم ډول.

د سپينې مانۍ وياند جې کارني د دې خبرې د اعلان په ترڅ کې وويل، امريکا د عراق په پوځ د وسلو او مهماتو د پلورلو او هغه هېواد ته يې د چټک لېږد پرېکړه کړې ده.

جې کارني وايي: ''موږ پر عراق د وسلو د پلورلو او لېږلو چاره هم ګړندۍ کوو. کېدای شي تر پسرلي پورې اضافي توغندي هم ورکړو. دا توغندي زموږ د ستراتيژۍ يوه کوچنۍ برخه ده''.

د سپنې مانۍ وياند زياته کړه: ''له وسلو سربېره ښايي موږ په راتلونکو اوونيو کې د څار لپاره ۱۰ بې پيلوټه الوتکې هم ورکړو. دا به په دې جګړه کې له عراق سره زموږ مرسته وي. ښکاره خبره ده چې جګړه به د عراق د حکومت له لوري پر مخ بېول کېږي''.

د امريکا حکومت دغه اعلان پر داسې مهال کوي چې د عراق حکومت له فلوجې د وسله والو په وېستو کې له ستونزو سره مخامخ ښکاري.

بل خوا د عراق لومړي وزیر نوري المالکي پر ځايي خلکو غږ کړی، چې وسله وال له خپلو سيمو باسي.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري ويلي و، چې په القاعدې پورې د تړلو وسله والو په ځپلو کې د عراقي حکومت ملاتړ کوي، خو پوځ به ور ونه لېږی.

ورته مطالب