د جنيوا کنفرانس د ګډونوالو رابلل پيل شوي

Image caption دا کنفرانس د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د نوښت پایله بلل کېږي

ټاکل شوې د روانې مياشتې په ۲۲مه په جنيوا کې د ملګرو ملتو په مشرۍ د سوريې د لانجې غوڅولو او د يوې موقتې ادارې د رامنځته کولو په موخه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

دا کنفرانس د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د نوښت پایله بلل کېږي.

په کنفرانس کې به د نورو ترڅنګ د سوريې جګړې له دواړو ښکېلو غاړو يو باصلاحيته پلاوی هم ګډون کوي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون هغو ګډونوالو ته چې ټاکل شوې د سوريې په تړاو په جنيوا کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي، بلنلیکونه استوي.

د کنفرانس د ګډون کوونکو د نوملړ پر سر روغه د تېر کال د ډسمبر پر ۲۰مه په درې اړخيزه غونډه کې وشوه، چې د امريکا روسيې او ملګرو ملتو ترمنځ جوړه شوې وه.

د سوريې په تړاو دغه کنفرانس د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د يوه مهم نوښت پایله ده.

د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيران د تېر کال په مې مياشت کې په دې سره سلا شول، چې د جنيوا د روانې مياشتې په کنفرانس کې به د سوريې په لانجه کې د ښکېلو دواړو غاړو يو باوري پلاوی ګډون کوي.

د ملګرو ملتو سرمنشي فکر کوي، چې دغه کنفرانس به يوې روغې جوړې ته د رسېدو او د جګړې د مخنيوي لپاره يو ښه چانس واوسي او د واک د لېږد په تړاو به په کې د خلکو هيلې منعکسې شي.

د دغو ټولو هڅو اساسي موخه د دواړو غاړو په خوښه په سوريه کې د يوې انتقالې ادارې رامنځته کول دي.

د سوريې په تړاو دغه نړیوال کنفرانس به د روانې مياشتې په ۲۲مه په سويس کې پرانستل شي او د نورو نړيوالو ګډونوالو ترڅنګ به کې د سوريې ښکېلې غاړې هم په کې ګډون وکړي.

ورته مطالب