د ترکيې حکومت ۳۵۰ پوليس له دندو لرې کړي دي

Image caption لرې شویو لوړپوړو پولیسو پر دوی لګېدلي تورونه رد کړې دي

راپورونه وايي چې د ترکيې حکومت د فساد په قضيه کې په پلازمېنه انقره کې ۳۵۰ پوليس افسران له خپلو دندو لرې کړې دي.

له دندو د دغو کسانو د شړلو حکم تېره شپه شوی او د دوی پر ځای تر اوسه ۲۵۰ کسه ټاکل شوي، چې ډېری د انقرې اوسېدونکي نه دي.

په ترکيه کې تېره مياشت د فساد د قضيې له راپورته کېدو وروسته په ټول هېواد کې سلګونه پولیس له خپلو دندو لرې کړای شوي او يا هم له يوه ځاي بل ځای تبدیل شوي دي.

د فساد د دې قضيې له امله د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د کابينې درې وزيرانو استعفا وکړه، چې دا د ترکيې د لومړي وزير ۱۱ کلنې واکمنۍ لپاره لوی ګواښ بلل کېږي.

دغو دريو وزیرانو وروسته له هغه استعفا وکړه، چې زامن يې په فساد کې د ښکېلتيا له امله پولیسو ونیول.

د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي چې په لرې شويو لوړپوړو افسرانو کې د مالي جرمونو، د قاچاق او د انټرنټي بريدونو د مخنيوي او منظمو جرمونو د څانګو مشران شامل دي.

خو دوی درې واړو هر ډول تورونه رد کړې دي.

د فساد له دغې قضيې وروسته د ترکيې پوځ ويلي و، چې دوی په سياسي معاملو کې مداخله نه کوي.

د ترکيې پوځ دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د لومړي وزير يوه ايتلافي په رسنيو کې داسې اندېښنه وښوده چې ښايي د فساد دا قضيه د پوځ د پاڅون او بغاوت لپاره جوړه شوې وي.

په ترکيه کې د پوځي بغاوتونو تاريخ دی، خو په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د رجب طیب اردوغان د واکمنۍ پر مهال د پوځ ځواک تر ډېره بريده کم شوی دی.

په ترکيه کې د فساد په تړاو د روان کړکېچ له امله د دغه هېواد د کرنسۍ، لېرې بیه هم د ډالرو پر وړاندې لوېدلې ده.

ورته مطالب