د سويډني کارتونست د وژلو پلان جوړوونکې ته د ۱۰ کلو سزا

کولين لروز
Image caption کولين لروز له هېواده بهر د وژنې د پلان جوړولو، ترهګرو ته د وسایلو په برابرولو او د خپلې ناسمې پېژندګلوۍ له تورونو سره مخامخ وه.

د اسلام پيغمبر ته په سپکاوی د تورن سويډني کارتونست د وژلو پلان جوړوونکې امريکايي ښځې ته ۱۰ کاله سزا اورول شوې ده.

۵۰ کلنې کولين لروز په ۲۰۱۱ کال کې اعتراف کړی و، چې د سويډني کارتونست لارس ولکس د وژلو پلان يې جوړ کړی و.

په دغه قضيه کې اغلې لروز ته د عمري بند سزا هم ورکول کېدای شوه، خو په نورو قضيو کې له چارواکو سره د مرستې په بدل کې محکمې دغه سزا کمه کړه.

د محاکمې پر مهال کولين ويلي دي چې ''اوس زه جهاد نه کوم''.

لارس ولکس د اسلام د پيغمبر يوه څېره ښکلې وه، چې دې په اسلامي نړۍ کې د خلکو غوصه راوپاروله.

له دې وروسته په عراق کې اسلامپالو د ده د وژلو پر سر ۱۰۰زره امريکايي ډالر جايزه ايښې وه، خو په لارس ولکس بريد ونه شو.

کولين لروز له هېواده بهر د وژنې د پلان جوړولو، ترهګرو ته د وسایلو په برابرولو او د خپلې ناسمې پېژندګلوۍ له تورونو سره مخامخ وه.

د څارنوالۍ وکیل اعتراف وکړ، چې کولين لروز له نيول کېدو وروسته له چارواکو سره مرسته کړې، خو غوښتنه يې دا وه چې هغه اوس هم يوه خطرناکه ښځه ده.

ده له محکمې وغوښتل چې نوموړې ته د بند څو لسيزې سزا ورکړي.

د دوشنبې پر ورځ د امريکا تحقيقاتي ادارې اېف بي آی له لوري په يوه وينا کې ويل شوي، چې کولين لروز د انټرنټ له لارې جنوبي اسيا او اروپا کې خلک تاوتريخوالي ته هڅول.

د لېونتوب جال

دغه اداره وايي کولين لروز له يوې تندلارې ډلې سره لاس يو کړ او د لارس ولکس د وژلو پلان جوړولو لپاره ايرلنډ ته ولاړه، خو څو اوونۍ وروسته بېرته راستنه شوه.

ایالتي څارنوال جنيفر آربټر محکمې ته وويل، کولين يوازې د دې لپاره بېرته راوګرځېده چې د دې ملګري په عملي توګه د لارس ولکس وژلو ته نه و چمتو.

کولين لروز محکمې ته ويلي: ''په ۲۰۰۹ کال پر ما د تاوتريخجنو کړنو د ترسره کولو د ليونتوب جال پروت و او شپه او ورځ مې په دې اړه فکر کاوه''.

د محکمې له پرېکړې وړاندې لارس ولکس له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې اغلې لروز بايد خوشې شي.

ده وويل: ''زما په فکر هغه اوس خطرناکه نه ده. ټولو ته هر څه روښانه شول او زما په اند هغه اوس ډېر څه نه شي کولی. اوس په زندان کې د هغې اچول هېڅ ګټه نه لري''.

د کولين مدافع وکيل مارک ولسن محکمې ته ويلي چې موکل يې اوس د اسلام د سولې په تعليماتو پوه شوې او هېڅکله به له داسې جهاد سره چې په هغه کې تاوتريخوالی وي، ملګرې نه شي.

ورته مطالب