عراقي چارواکي وايي ۲۵ اورپکي یې وژلي دي

Image caption د تېرې اوونۍ په پائ کې د القاعده شبکې غړو او د هغوی سیمه ییزو پلویانو د فلوجه کنترول خپل کړ.

په داسې حال کې چې دولتي ځواکونه د عراق په انبار ولایت کې له اورپکو سره په نښتو کې ښکيل دي حکومت وايي په رمادي کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې له القاعده شبکې سره تړلي ۲۵ اورپکي وژل شوي دي.

د عراق د دفاع وزارت ویاند محمد العسکري خبرې رسنیو ته ویلي هوايي ځواکونو په رمادي کې هغه ګادي په نښه کړل چې درنې وسلې یې لېږدولې او ۲۵ تنه اورپکي یې وژلي دي.

د عراق د دفاع وزارت وايي پر فلوجه برید ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو له وېرې ځنډول شوی دی.

د تېرې اوونۍ په پائ کې د القاعده شبکې غړو او د هغوی سیمه ییزو پلویانو د فلوجه کنترول خپل کړ.

په وروستیو ورځو کې په انبار ولایت کې نښتې د هغو درنو جګړو سبب شوې چې په تېرو څو کلونو کې یې ساری نه لېدل کېږي.

رپوټونه وايي په رمادي کې سنيي قبیلي کنترول لري او له پولیسو سره په ګډه د القاعده پرضد فعالیت کوي.

سره له دې چې له ډېرې مودې راهیسې رمادي کې پرتې قبیلې د شیعیه ګانو په مشرۍ حکومت نه شکایتونه لري خو اوس یې له یوه لوړ رتبه عراقي پوځي مشر سره ژمنه کړې چې دغلته به د القاعدې حضور له مینځه وړي.

دغه راز د عراق صدراعظم نوري المالکي د فلوجه له خلکو غوښتنه کړې چې له دغه ځایه د القاعده غړي وشړي.

د دوشنبې په ورځ ښاغلي مالکي وویل که د فلوجه اوسیدونکي د القاعده شبکې غړي له خپلې سیمې وشړي نو په دې توګه به پر فلوجه د پوځي برید مخنیوی هم شوی وي.

خو له فلوجې نه وار دمخه په سلګونه کورنۍ د هوايي بمباریو له وېرې نورو سیمو ته ګډه شوې دي.

په همدې حال کې اورپکو هم د فلوجه له اوسیدونکو غوښتنه کړې چې د هغوی ملاتړ وکړي او له سیمې نه وتلو خلکو ته یې ویلي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ورته مطالب