د زامبیا ولسمشر ته "کچالو" ویونکی ونیول شو

Image caption ولسمشر مایکل سټا په ۲۰۱۱ کال کې د ولسمشر ټاکڼې وګټلې.

په زامبیا کې د مخالف ګوند یو مشر وروسته له هغه رسماً په سپکاوي کولو تورن شو چې ولسمشر یې له کچالو سره تشبیه کړ.

په یوه راډیويي مرکه کې فرانک بوالیا په سیمه ییزه ژبه کې ولسمشر مایکل سټا له هغه خوږ کچالو سره تشبیه کړ چې په وینا یې د تاوولو په وخت کې ماتېږي.

دا اصطلاح د هغو کسانو لپاره کارول کېږي چې سپارښتنو ته پام نه کوي.

که ښاغلی بوالیا محکوم شي نو تر پنځو کلونو پورې بندي کېدای شي.

د زامبیا د کورنیو چارو مرستیال وزير ویلي چې ښاغلی بوالیا ولسمشر ته د سپکاوي کولو له امله نیول شوی دی.

د ښاغلي بوالیا پلویان وايي ولسمشر سټا هم په خپلو راډیويي مرکو کې پخوانیو ولسمشرانو ته سپکاوی کړی خو هیڅ چا هغه نه دی نیولی.

د بیارغولو ملي ګوند مشر الیاس چيپیمو د ښاغلي بوالیا د خوشي کولو غوښتنه کوي او وايي چې ښاغلی بوالیا یو نه وېرېدونکی سیاستوال دی.

ښاغلي چیپیمو ویلي زامبیا همداسې مشرانو ته اړتیا لري چې د ضرورت په وخت کې د پاچا پرضد سپینې خبرې وکړای شي.

د هغه په وینا ولسمشر ته خوږ کچالو ویل سپکاوی نه دی.

پخوانی مذهبي مشر ښاغلی بوالیا د ولسمشر مایکل سټا یو له پلویانو و خو اوس د ښې زامبیا په نامه حکومت مخالف ګوند مشري کوي.

تر دې وړاندې د سپتمبر په میاشت کې د یوه بل مخالف ګوند یو چارواکي وروسته له هغه د پولیسو له خوا وپوښتل شو چې ولسمشر سټا یې دروغجن وباله.

په ۲۰۰۵ کال کې یو سړی په دې خاطر نهه میاشتې بندي کړای شو چې په یوې شرابخانې کې یې د هغه مهال ولسمشر ته سپکاوی کړی و.

دغه راز په ۲۰۰۲ کال کې د یوې ورځپاڼې مدیر وروسته له هغه ونیول شو چې د هغه مهال ولسمشر ته یې د ګلپي خطاب کړی و.