برتانیا کې د چورلکې لوېدو څلور کسان وژلي

Image caption تر پېښې وروسته سیمې ته امبولانسونه او پولیس رسېدلي دي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

د انګلستان شمالي نورفولک سیمه کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې د امریکا د هوايي پوځي ځواک څلور کارکوونکي وژل شوي.

پېښه د تېرې سې شنبې په ورځ هغه مهال وشوه، چې چورلکې ورځنی تمرین کوه.

د امریکا د هوايي پوځ یوه ویاند ویلي، چورلکه "ایچ ایچ – ۶۰ جي بیو هاک" ډوله ده،.

دی زیاتويو چې د الوتکې عمله معمولاً څلور کسان وو.

برتانوي پولیسو ویلي، ځايي اوسېدونکو ته یې پخپلو کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کړې ده، خو د پېښې ځای ته نژدې یې د خلکو او موټرو تېرېدل ممنوع کړي دي.

دوی وايي، شاید چورلکه کې داسې ذخیره شوي مواد وي، چې د چاودلو وېره یې وي.

د کلای سیمې د ښاروالۍ یوه چارواکي ریچرډ کلهام ویلي، چورلکه د مرغانو د ساتنې په یوه ځای کې لوېدلې ده.

هغه دا پېښه "ډېره دردوونکې" بللې ده.

د براین ایګین په نامه یوه عیني شاهد، چې پېښې ته څېرمه اوسېږي، ویلي چې الوتکه له ځمکې لږ پورته ډېره وچورلېده، او د مازیګر پر پنځو بجو یې پخپله کامره د الوتکې دغه صحنه ریکارډ کړه.

ایګین وايي "تر دوو ساعتونو وروسته مې د چورلکې د لوېدو خبر واورېد".

په سیمه کې یو بل اوسېدونکی مایکل ګیرلینګ وايي، چورلکه د سمندر څنډې ته څېرمه ولوېده.

د سوفولک سیمې ته څېرمه په راف لایکنهیت کې د امریکا د هوايي ځواک یوه اډه هم شته.

د دغې امریکايي اډې یوه ویاند ویلي، چې هوايي ځواک "د پېښې پلټنه کوي، چې د چورلکې د لوېدو اصلي لامل ومومي".

تر پېښې وروسته سیمې ته امبولانسونه او پولیس رسېدلي دي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

برتانیا دا مهال له سختو بارانونو او تېز باد شاهده ده.