په نړۍ کې د سګرېټو کاروونکو شمېر په ډېرېدو دی

Image caption په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې ٦،٢٥ تريليون سگرېټ خلکو څکلي همدا شمېر په ١٩٨٠ کال کې ٤،٩٦ تريليونه و.

له دې سره سره چې د نړۍ په ځینو برخو کې سگرېټ څکول کم شوي خو د سگرېټو د کاروونکو ټوليز شمېر په ډېرېدو دى.

له ۱۸۷ هېوادونو څخه د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې ۷۲۱ مېلیونو کسانو سګرېټ څکاوه خو په ۲۰۱۲ کال کې دا شمېر ۹۶۷ مېلیونو کسانو ته رسیدلی و.

پلټنې ويلي چې د سگرېټو کاروونکو د شمېر ډېرېدا نړۍ کې د وگړو د شمېر له ودې سره اړيکه لري.

تېرو ٥٠ کلونو کې د ځمکې د وگړو شمېر دوه برابره شوى او اوه ميلياردو ته رسېدلى دی.

يوه پلټونکي ډاکټر ويلي چې پر سگرېټو له کنټرول سره سره بايد نور ډېر څه هم ترسره شي.

د دغې پلټنې د موندنو له مخې په بنگله دېش، چين او روسيه کې په وروستيو کلونو کې د سگرېټ کاروونکو شمېر په ډېرېدو دى.

د نړۍ د وگړو د شمېر زیاتېدو ته په کتو سره په ټوله کې نړۍ کې د سگرېټ کاروونکو شمېر کم شوى دى.

اوس په هرو ۱۰ سړيو کې درې او په هرو ۲۰ ښځو کې يوه يې هره ورځ سگرېټ څکوي.

تر دې وړاندې په ١٩٨٠ میلادي کال کې هرو ۱۰ سړيو کې څلورو کسانو او هرو ۱۰ ښځو کې يوې سگرېټ څکاوه.

ختيځ تيمور د هغو هېوادونو په ليست کې لومړى دى چې ډېرى خلک ۶۰ سلنه يې سگرېټ څکوي.

د کارابين د انتي گوا او باربودا هغه دوه ټاپو گان دي چې يوازې ٥ سلنه خلک يې سگرېټ څکوي.

پلټنه کې کانادا، ايسلنډ، ناروي او میکسيکو د نړۍ په هغو هېوادونو کې بلل شوي چې د سگرېټ څکوونو د شمېر د کمولو په برخه کې بريالي شوي دي.

پلټنه کې داهم ويل شوي چې په يونان، ايرلنډ، ایټاليا، جاپان، چين، کويټ، فلپين، روسيې، سويزرلنډ او يوروگواى چې د سگرېټ کارونې کچه په کې لوړه ده سگرېټو پورې تړلې ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي که چېرې په عامه ځايونو کې د سگرېټو څکول بند شي او د سگرېټو پر صادراتو ماليه ډېره شي نو د ډېرو خلکو ژوند به خوندي شي.

په ټوله کې ٢٠١٢ کال کې نړۍ کې ٦،٢٥ تريليون سگرېټ خلکو څکلي او همدا شمېر په ١٩٨٠ کال کې ٤،٩٦ تريليونه و.

ورته مطالب