د هندي دپلوماتې د محاکمې ځنډېدو غوښتنه رد شوې

Image caption ټاکل شوې د دغې دپلوماتې محاکمه د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه پيل شي

د امريکا يوې فدرالي محکمې د هند د يوې دپلوماتې ديوياني کهوبراګړې د محاکمې د نېټې ځنډول رد کړې دي.

د ديوياني مدافع وکیل د ويزې په اسنادو کې د ټګۍ برګۍ په تړاو د قضيې څېړلو له امله له محکمې نور وخت غوښتی و.

د نيويارک په جنوبي ولسوالۍ کې د يوې محکمې قاضي سارا نټبرن وويل، چې د محاکمې د پيل نېټه نه شي بدلېدای.

د محکمې له دې پرېکړې وروسته د ديوياني کهوبراګړې محاکمه به د مخکنۍ نېټې پر اساس د جنورۍ پر ۱۳مه ترسره کېږي.

د هند دغه دپلوماته د خپلې خدمتګارې سنګيتا رچرډز له لوري د شکايت له امله نيول شوې ده.

پر دې تور دی چې د خپل کور خدمتګارې ته د قانون پر بنسټ تنخوا نه ورکوي.

د نيويارک په محکمه کې وړاندې شوي اسناد ښيي چې د هند د سفارت کارکوونکې د خپلې خدمتګارې په ويزا کې ليکلي چې په امريکا کې به ورته ۴۵۰۰ امريکايي ډالره ورکوي، خو دې ته يوازې ۵۷۳ ډالره ورکول کېده.

دغه اندازه تنخوا په امريکا کې د تر ټولو کمې تنخوا د قانون نه سرغړونه ده.

د هند دپلوماته پر دې لګېدلي ټول تورونه ردوي، او اوس هغه په ضمانت خوشې ده.

هند د خپلې دغې ښځينه دپلوماتې له نيول کېدو وروسته د هغې زولنه کول، بربنډ پلټل او له هغې سره د ناړوه چلند له امله له امريکا غوښتي چې بښنه وغواړي.

که د هند د سفارت پر کارکوونکې د ویزې په اسنادو کې د ټګۍ برګۍ تورنه سم راوخېژي، نو لس کاله سزا به ورکول کېږي.

او دا چې د دې د دروغو ویلو له امله به دې ته پنځه کاله اضافي سزا ورکول کېږي.

د هند د بهرنيو چارو وزیر سلمان خورشيد ویلي: ''په خوندي ډول هېواد ته د هندي دپلوماتې ديوياني کهوبراګړې بېرته ستنول زما دنده ده او زه به د هغې په بېرته ستنولو کې خپل رول ولوبوم''.

د امريکا د فدرالي محکمې دغه پرېکړه پر داسې وخت کېږي، چې هند له امريکا غوښتي چې په ډيلي کې د امريکا په سفارت کې د هغو کسانو لپاره چې دپلوماتان نه دي، د شرابخانې، لامبو ډنډ او جېم امکانات لرې کړي.

د امريکا سفارت ته دغه راز خبرداری ورکړای شوی، که د موټرو چلوونکي يې کومه ترافيکي سرغړونه وکړي، مصوون نه دي.

ورته مطالب