روسيې د امنيت شورا د ويناپاڼې مخه نيولې ده

Image caption راپورونه وايي په حلب کې بمباريو شاوخوا ۷۰۰ کسان وژلي دي

روسيې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې ويناپاڼې د صادرېدو مخه نیولې، چې په حلب ښار کې يې په ملکي وګړو د سوریې د دولتي ځواکونو هوايي بریدونه غندلي دي.

په دغو بریدونو کې د ولسمشر بشار الاسد د ځواکونو له خوا بیرلي بمونه او سکاډ توغندي کارول شوي دی.

راپورونه وايي په دغو بمباريو کې شاوخوا ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه دپلومات ویلي روسیې د ويناپاڼې په مسوده کې چې د برتانيا له خوا یې پیشنهاد شوی و، داسې بدلونونه وړاندې کړل چې په حلب کې شویو پیښو ته هیڅ اشاره په کې نه وه شوې.

روسیه د ولسمشر بشار الاسد نږدې ملګری هیواد دی او په تېر دسمبر میاشت کې یې د امریکا له خوا د ورته وړاندیز مخه هم نیولې وه.

په دغه ويناپاڼه کې د امنيت شورا دريو غړو چې چين په کې له روسيې سره یو ځای شوی، د سوري حکومت هوايي بریدونه غندلي او د بندیزونو ګواښنه په کې شوې ده.

د سوريې سوداګريز ښار اوس د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ په دوو برخو وېشل شوی دی.

په سوريه کې د جګړې له پيليدو راوروسته دغلته له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي او ميليونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د جنورۍ پر څلورمه د " بې پولې ډاکټرانو" ټولنې ویلي و، د سوریې شمال کې یې پنځه کارکوونکي تښتول شوي.

د تښتولو پړه پر "عراق او شام کې د عراق اسلامي حکومت" وسله والې ډلې اچول شوې.

خو دغې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه ډاکټران دوه ورځې مخکې تښتول شوي، چې تر اوسه یې هېڅ څرک نه دی لګېدلی.

ورته مطالب