سومالیا کې الشباب ډلې د انټرنېټ پر کارولو بندیز لګولی

Image caption د انټرنېټ کمپنیو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې د الشباب تر ولکې لاندې سیمو کې خپل خدمتونه بند کړي.

سوماليا کې د الشباب اورپکې ډلې د انترنېټ پر کارولو بندیز لګولی دی.

انترنېټي کمپنۍ بايد ۱۵ ورځو کې په هغو سيمو کې چې د الشباب تر ولکې لاندې دي خپل خدمتونه ودروي که نه نو له شرعي قانون سره سم به ورسره چلند وشي.

الشباب وار دمخه څیرک/سمارت گرځنده ټېلېفونونه او د سټلاېټ له لارې خپرېدونکي ټلويزيونونه بند کړي دي، خو اوس دا دى انترنېټ په نښه کوي.

د يوې رسمي اعلاميې له مخې د الشباب تر ولکې لاندې سيمو کې د انترنېټ کمپنۍ ۱۵ ورځې وخت لري چې خپل انترنېټي خدمتونه ودروي که نه نو د شرعي قانون ترمخه به د اسلام د دښمانانو په څېر ورسره چلند وشي.

داسې فکر کېږي چې الشباب د جاسوسۍ له وېرې او نړيوالو خبرونو ته د لاس رسي د مخنيوي په موخه دغه گام اوچتوي.

له القاعدې سره تړلې دغې جهادي ډلې پخوا د سوماليا پر پراخو جنوبي برخو ولکه لرله خو د افريقايي اتحاديې او دولتي ځواکونو د گډو عملياتو په پايله کې يې مهم ښارونه او سيمې له لاسه ورکړي دي.

همدا رنګه دغه ډله د سيمه ييزو راډيو گانو د څارنې له لارې د هېواد په ځینو برخو کې خبرونه چاڼوي.

د انترنېټي خدمتونو په بندېدو سره به ډېرى سوماليايان نړيوالو رسنيو او ټولنيزو رسنيو ته چې د ځوانانو ترمینځ یې کاروونه ورځ تربلې ډېرېږي لاس رسى له لاسه ورکړي.

ورته مطالب