تر ۱۲ کاله بند وروسته د ګوانتانامو بندي "بې خطره" وګڼل شو

Image caption وړاندې د امریکا د ننه د ګوانتانامو زندان پر خلاف مظاهرې شوې وې.

د ګوانتانامو زندان د بندیانو د دوسیو څېړلو پلاوي ویلي، له القاعدې شبکې او اسامه بن لادن سره د همکارۍ په تور نیول شوی یو بندي محمود مجاهد تر پلټنو وروسته اوس د امریکا لپاره ګواښ نه دی او شاید خوشی یا له دې زندانه ولېږدول شي.

محمود مجاهد په ۲۰۰۲ کال ونیول او بندي شو، چې امریکا خپل ملي امنیت او ګټو ته "د پام وړ خطرناک سړی" بللی و.

هغه لومړنی بندي دی، چې د ارزوونکي پلاوي په مشورې او پرېکړې شاید خوشی شي.

مجاهد اوس ۳۳ کلن دی، چې ویل کېږي د اسامه بن لادن ساتونکی و، او هغه مهال د امریکا لپاره لوی ګواښ جوړوونکی ګڼل کېده.

پر همدې مهال، په تېرو دوولسو کلونو کې، ګوانتانامو زندان کې دغه کس د امریکا قضايي سیستم ته نه وو حاضر شوی.

د بندیانو د دوسیو ارزوونکی پلاوی د امریکا د حکومتي بنسټونو له شپږو استازو جوړ شوی دی.

د محمود مجاهد وکیل د ارزوونکي پلاوي دا پرېکړه ستایلې او وايي چې دا تصمیم باید ډېر مخکې نیول شوی وای.

امریکا دا نه ده په ډاګه کړې، چې دغه بندي به کله خوشی شي.

محمود مجاهد د یمن دی، خو دا هم روښانه نه ده چې ایا امریکا به یې خپل هېواد ته واستوي او که نه.

پټ زندان

دا مهال د کیوبا ګوانتانامو کې د امریکا سمندري ځواکونو اډې کې نژدې یوسل او پنځوس کسان بندیان دي، چې د امریکايي چارواکو په وینا، له دې ډلې نژدې اتیا کسان له امنیتي پلوه بې خطره ګڼل شوي، چې شاید یا خوشي شي او یا هم بل ځای ته ولېږدول شي.

په دغو بندیانو کې تر پنځوسو ډېر بندیان د یمن دي.

Image caption د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې تر بریدونو وروسته، امریکا د نړیوالې ترهګرۍ د مبارزې په موخه کیوبا کې زندان جوړ کړ، چې د ترهګرۍ په تور یې ټول نیول شوي کسان هلته بندیان کړل.

کیوبا کې د امریکا سمندري ځواکونو اډه په ۱۹۰۳ کال د امریکا او کیوبا ترمنځ د یوې پرېکړې پربنسټ جوړه شوې ده، چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې د هغه وخت د کیوبا حکومت په اجاره د دغې اډې د ورکولو پرېکړه لغوه کوله، خو امریکا ورسره موافقه ونه کړه.

امریکا هر کال د دغې اجارې له بابته د کیوبا حکومت ته پیسې ورکوي چې اوس هم کیوبا چوپه خوله ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې تر بریدونو وروسته، امریکا د نړیوالې ترهګرۍ د مبارزې په موخه کیوبا کې زندان جوړ کړ، چې د ترهګرۍ په تور یې ټول نیول شوي کسان هلته بندیان کړل.

دغه ناامریکايي بندیان د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي، چې یو وخت په کې تر اوو سوو ډېر بندیان ساتل کېدل.

ورته مطالب