د عراق انبار کې له بشري حقونو سرغړونې

Image caption عراقي سنیان وايي، له فلوجې وتل ورته ډېر ګران دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، د عراق الانبار ښار کې د حکومتي ځواکونو او اورپکو دواړو له لوري د بشري حقونو سرغړونې شوې دي.

پر همدې مهال د ښکېلو غاړو له لوري له ولسي خلکو سره د قانون خلاف چلند شوی دی.

د بشري حقونو فعالان وايي، عراقي ځواکونو او اورپکو د استوګنې په ځایونو کې بریدونه او جګړې کړې دي.

څو ورځې وړاندې پر القاعدې شبکې پورې تړلې ډلې د انبار فلوجه ښار ونیو.

سني وسله وال "د عراق او سوریې اسلامي حکومت" له ډلې سره یوځای شوي، چې ترڅنګ یې د حکومت خلاف قبایلي کسان هم جنګېږي.

تېره اونۍ د یوې جګړې په پای کې فلوجه ښار د حکومت له ولکې ووت.

د بشري حقونو فعالانو د عیني شاهدانو په حواله ویلي، چې عراقي ځواکونو د استوګنې په سیمو کې ډزې او جګړې کړې دي، او په هغو سیمو یې هم بریدونه کړي، چې هېڅ القاعده په کې نه وو.

فلوجه ښار کې د مرکزي روغتون یوه کاروونکي ویلي، چې پوځ پر خلکو ډزې وکړې او لږترلږه د سیمې ۲۵ کسان یې ووژل او ۱۹۰ نور یې ټپیان کړل.

د بشري حقونو د څار ډلې سیمه ییزه مشره سارا لیه وایټسن وايي: "حکومت باید د القاعدې د ګواښ سم لاسي چاره وکړي، خو دا سمه لاره نه ده چې حکومت دې خپل ولسي وګړي ووژني".

"ورسي وګړي د انبار ښار کې له جګړې تر پزې راغلي، او ښکاري چې حکومت یې د ساتلو لپاره هېڅ لاس په کار شوی نه دی".

د بشري حقونو د څار ډلې د ملګرو ملتونو د تېرې چارشنبې ورځې هغه اندېښنه یوځل بیا تکرار کړه، چې حکومت فلوجه او رماني ښارونه کلابند کړي او هلته د خوراکي توکو، اوبو او تېلو پر وړلو هم محدودیت لګول شوی.

وايي چې عراقي ځواکونو الانبار محاصره کړی، او د ښار لوی واټونه او کوڅې یې هم بندې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د دغو جګړو له کبله له دې ولایته زرګونه کورنۍ کوچېدلې دي.

د بشري حقونو د څار ډلې ته کورنیو ویلي، چې له کوچنیو ماشومانو سره حکومت له ښاره د وتلو امر ورته کړی، خو یوازې نارینه باید له ښاره ونه وځي.

د رمادي یوه اوسېدونکي ویلي، چې د سیمې اوسېدونکي په وېره کې دي، چې ودې شي "لویه جګړه" بیا پیل شي.

"کورنۍ جګړه"

د فلوجې شاوخوا تاتریخوالی او جګړه د تېر دسمبر پر ۳۰ هغه مهال پیل شو، چې حکومتي ځواکونو د سني لاریون کوونکو یو کلن کمپ ړنګ کړ.

د جګړې لمن فلوجې ته وغځېده، او وسله وال فلوجه ښار او د رمادي ښار ځینې برخې ونیولې.

د عراق ډېرکي (اکثریت) سني عربان له ډېر وخت راهیسې له حکومته د مور او مېرې د چلند په اړه شکایت لري.

دوی پر لومړي وزیر نوري المالکي تور پورې کويو چې پر لوړپوړو حکومتي څوکیو یې شیعه ګان ګومارلي او ډېره کله سني چارواکي په نښه کېږي.

دوی وايي، چې حکومتي ځواکونه هم له سنیانو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

پر عراق د امریکايي یرغل له کلونو او امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پر حکومتي څوکیو شیعه ګانو وګومارل شول، چې تر ډېره پرې سني عربانو غوسه وښووله او دا کار یې په لوی لاس د عراقي سني عربانو او نورو لږکیو د څندې کولو لپاره یوه دسیسه وبلله.

خبریالان وايي، لومړی وزیر هڅه کوي، چې د فلوجې او رمادي وضعیت ارام کړي، خو داسې ښکاري که چېرې هلته وضعیت همداسې نارام پاتې شي، شاید عراق یوځل بیا د کورنۍ جګړې اور ته ولوېږي.

ورته مطالب