اسراييل لويديځه غاړه کې سلګونه نور کورونه جوړوي

Image caption د دغو کورونو ۸۰۱ يې په لويديځه غاړه او ۶۰۰ يې په ختيځ بيت المقدس کې جوړېږي

اسراييلو په لويديځه غاړه او ختيځ بیت المقدس کې د يهودانو لپاره د ۱۴۰۰ نويو کورونو د جوړولو اعلان کړی دی.

ټاکل شوې وه دغه اعلان د ۲۶ فلسطيني بنديانو له خوشي کېدو وروسته وشي، خو منځني ختيځ ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري سفر دغه اعلان وځنډاوه.

د فلسطین د سولې د خبرو مرکچي صايب عریقات ويلي، له دې داسې برېښي چې اسراييل د سولې هڅې له منځه وړل غواړي.

د تېر کال په جولای مياشت کې د جان کېري د هڅو په پایله کې د دواړو لوريو ترمنځ په مخامخ خبرو کې ډېر لږ پرمختګ وشو.

تر دې وړاندې د خبرو د ناکامېدو ستر دليل هم د يهودي ميشت ځايونو د جوړولو موضوع وه.

په ۱۹۶۷ کې د لويديځې غاړې او ختيځ بیت المقدس له نيول کېدو وروسته په دغه سيمو کې لسګونه زره کورونه جوړ شوي، چې له ۵۰۰زرو زيات يهوديان په کې مېشت شوي دي.

د نړيوال قانون له مخې دغه مېشت ځايونه غير قانوني دي، خو اسراييل يې نه مني.

د اسراييلو د خزانې وزير د خپل حکومت پر دې پرېکړې نيوکه کړې ويلي يې دي چې دا يوه تېروتنه ده او له دې سره به د سولې خبرې نورې هم پېچلې شي.

ده يوې اسراييلي وېبپاڼې ته ويلي: ''له هره اړخه چې وکتل شي نو داسې مالومېږي، چې زموږ لپاره د نړۍ زغم په ختمېدو دی''.

د جمعې پر ورځ د اسراييلو د کور جوړولو وزیر په لويديځه غاړه کې د ۸۰۱ کورونو او په ختيځ بيت المقدس کې د ۶۰۰ نويو کورونو د جوړولو اعلان وکړ.

د فلسطين د ازادۍ غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او د فلسطيني پلاوي مشر مرکچي صايب عریقات وايي اسراييلو خپله اجنډا په ښکاره ډول اعلان کړه.

ورته مطالب