''امریکا د افغانستان تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې کرزی نه غوښت''

Image caption ښاغلي ګېټس لیکلي چې بارک اوباما په افغانستان کې په پوځي تګلارې خپل باور له لاسه ورکړی.

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې ادعا کوي چې امریکا هڅه کوله چې د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کرزی له واکه لرې کړي.

ښاغلي ګېتس دا هڅه یوه ''ناکامه او اومه توطئه'' بللې ده.

ولسمشر کرزی څو ځلې ویلي چې امریکا هڅه کوله هغه له واکه لرې کړي خو واشنګټن ټينګار کوي چې د ۲۰۰۹م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بې پرې وه او یوازې د دیموکراسۍ ملاتړ یې کاوه.

د 'فارن پالیسي' یا بهرنۍ تګلارې د مجلې په لیکنه ښاغلي ګېټس د خاطرو په دې کتاب کې لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچرډ هالبروک هڅه کوله چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځوي او په ټاکنو کې یې د حامد کرزي د لرې کولو او د هغه د سیالانو ملاتړ کاوه

ښاغلی ګېتس چې د ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما د حکومتونو پر مهال د دفاع وزیر و، د کتاب په یوه برخه کې لیکي: ''هر څه ناوړه وو، زموږ همکار، د افغانستان ولسمشر بدنام شو او زموږ د دوستانو لاسونه هم ککړ شول''.

د امریکا ګټې

خو د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې کایتلین هایدن د ښاغلي ګېتس دا لیکنې په کلکه رد کړې دي او زیاتوي: ''د امریکا ګټې په یوه با ټیکاوه افغانستان او دیموکراتیکو ټاکنو کې وې نه د کوم ځانګړي نوماند په بري یا ماته کې''.

ریچرډ هالبروک چې د ۲۰۱۰م کال په ډسمبر کې مړ شو، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و او د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ولسشمریزو ټاکنو کې يې مهمه ونډه لوبولې وه.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر په خپل کتاب کې چې را روانه اوونۍ خرڅلاو ته راوځي لیکلي: ''هالبروک زیاته هڅه وکړه چې کرزی په ټاکنو کې ماتې وخوري... هغه څه چې ده غوښتل دا وو چې په ټاکنو کې زیات شمېر مشهورې څېرې ګډون وکړي او په دې توګه کرزي ونه شي کړای د ټاکنو په لومړي پړاو کې پوره رایې وګټي او په دې توګه ټاکنې دویم پړاو ته ننوځي''.

په دې کتاب کې د ښاغلي هالبروک له تکتیکونو دا یادونه هم شوې چې نورو نوماندانو ته یې سلاوې ورکولې، په ټاکنیزو غونډو کې به یې ګډون کاوه او له هغو سره به یې انځورونه اخیستل. نوموړي له دغو تکتیکونو نه د کرزي د سیالانو په ګټه کار اخیست.

رابرټ ګېټس د کتاب په یوه بله برخه کې هم په افغان جګړه کې د بارک اوباما پر تګلارو نیوکه کوي.

ښاغلي ګېټس لیکلي چې بارک اوباما په افغانستان کې په پوځي تګلارې خپل باور له لاسه ورکړی.

د نوموړي په کتاب کې پر مرستیال ولسمشر جو بایدن هم نیوکه شوې ده.

د ښاغلي ګېټس په وینا په بهرنۍ تګلاره او ملي امنیت کې د جو بایدن پرېکړې له تېروتنو ډکې وې.

ورته مطالب