فیسبوک کې غړیتوب ایرانۍ ویانده له کاره لیرې کړه

اعظم سادات حسیني
Image caption د ایران هره رسمي اداره او وزارتونه خپلې وېبپاڼې لري او پر ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال دي.

د ایران بهشهر ښار شورا ویانده اعظم سادات حسیني په ټولنیزه وېبپاڼه فېسبوک کې د غړیتوب لرلو له کبله له خپلې دندې لیرې شوې ده.

اغلې حسیني د ویاندې له دندې تر ګوښه کېدا وروسته پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې: ''ترکومه چې موږ ته معلومه شوې ده د بهشهر ښاریان پخپل ژوند کې پرمختګ ته نه پرېښودل کېږي، د پرمختګ او لویو پانګونو پروژې ټولې په لویو ښارونو کې ترسره کېږي، خو د بهشهر په څېر کوچنیو ښارونو او کلیوالو سیمو کې بیا هرڅه په ټپه ولاړ دي او هرڅه د پرمختګ پرځای شاتګ کوي ''.

د ایران د اوسني ولسمشر حسن روحاني په واکمنۍ کې ځینې وزیران او چارواکي په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، او پر خپلو شخصي وېبپاڼو هم په پرله پسې توګه رپوټونه ورکوي.

پر ټولیزو رسنیو تر ټولو ډېر فعال وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دی.

د ایران ځینو بنسټ پالو په فېسبوک او ټویټر کې د ظریف پر دایمي حضور او فعالیت نیوکه هم کړې وه.

د فېسبوک او ټویټر وېبپاڼو له لارې د ایران د ۱۳۸۸ کال لانجمنو ټاکنو په تړاو مخالفانو له همدې لارې اړیکې نیولې او خپل فعالیتونه یې پراخه کول.

خو د ایران حکومت یو څه موده پر انټرنېټ او په تېره بیا د خواله د رسنیو پر وېبپاڼو بندیز او محدودیت ولګاوه.

ایراني چارواکو ځینې ټولنیزې شبکې د ایراني نظام پرضد د ''دوښمنانو '' یوه دسیسه بللې وه.

خو د ایران هره رسمي اداره او وزارتونه خپلې وېبپاڼې لري او پر ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال دي.

په فېسبوک او ټویټر کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي فعالیت تېر کال پیل شو.

څو ورځې مخکې، د ایران د مذهبي مشر دفتر پر خپل ټویټر پاڼه د فارسي ژبې ترڅنګ، د انګلیسي او عربي ژبو پاڼې هم اضافه کړې.

خو لاهم په ایران کې پر ټولنیزو رسنیو د چاڼ او محدودیت چاره پای ته ونه رسېده.

په وروستیو کې د ځینو ځیرمن/سمارټ تیلېفونونو د ''وي چټ '' په څېر ځینې اپلیکېشنونه فیلټر شول.