"د کانګرس نیمايي غړي میلیونران دي"

داریل عیسی
Image caption د کانګرس تر ټولو شتمن غړی (لبنانی الاصله) داریل عیسی دی.

د امریکا د کانګرس په اړه په یوه تحلیلي راپور کې راغلي، چې په لومړي ځل د دغه کانګرس نیمايي غړي د میلیونونو ډالرو شتمنیو لرونکي دي.

راپور د کانګرس او ولسي جرګې له ۵۳۴ غړو د ۲۶۸ پرده پورته کړې ده، چې وايي، په وړم ۲۰۱۲ کال کې یې شتمنۍ میلیونونو ډالرو ته رسېدلې وې.

دغه تحلیلي راپور وايي چې د دیموکراتو غړو په پرتله د جمهوریت غوښتونکو غړو شتمنۍ لږ وې.

دغه راپور د Center for Responsive Politics مرکز له خوا په Open secrets.org وېبپاڼه کې خپور شوی.

دا راپور داسې مهال ډاګیزه شوی، چې امریکايي سیاستوال د ټولنیزو خدمتونو پر پروګرامونو او د هغو کسانو د معاشونو په اړه تاوده بحثونه کوي، چې کار نه شي کولی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، واشنګټن کې د یوه سیاستوال خالصه او اوسطه شتمني نژدې یو میلیون امریکايي ډالره ده.

خو د دیموکراتو اوسط شتمني ۱.۰۴ میلیون ډالر ښوول شوې، او د جمهوریت غوښتونکو سیاستوالو اوسط شتمني یو میلیون اعلان شوې.

د کانګرس تر ټولو شتمن غړی (لبنانی الاصله) جمهوریت غوښتونکی او د کلیورنیا اوسېدونکی داریل عیسی ښوول شوی، چې ویل کېږي، ۵۹۸ میلیون ډالر شتمني لري.

نوموړي دغه پیسې له غلاوو د موټرو د ساتنې د یوه سیستم د خرڅلاو له برکته پیدا کړې دي.

خو تر ټولو بې وزله او کمې پیسې لرونکی غړی بیا د هغه وطندار (د کلیفورنیا ایالت) ډېوېډ والاداو ښوول شوی، چې تر ۱۲ میلیونو ډېر پوروړی دی.

پر هغه دغه پور د هغه د کورنۍ د غواوو د یوه فارم پر قضیې پورې تړلی دی.

د مرکز مشرې شیلا کرومهولز فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې: "په داسې وخت کې چې د امریکا په تاریخ کې د ولس او کانګرس ترمنځ واټن ډېر شوی دی، د واشنګټن د چارو سمبالوونکو د شتمنیو خبره رابرسېره کېږي، خو د خلکو په ژوند کې پام وړ بدلون نه دی راغلی".

ورته مطالب