سعودي د القاعدې یو غړی په اعدام محکوم کړی

Image caption په وژل شویو کې دوه برتانویان، دوه امریکایان او یو کاناډایی و.

سعودي عربستان پر یوه امریکايي شرکت د برید لرلو په تور د القاعدې شبکې یو غړی په اعدام محکوم کړی.

محکمې د دغې شبکې لس نور غړي په ۲۰۰۴ کال په ینبع بندر کې پر یوه امریکايي شرکت د برید په تور له درو تر ۱۲ کلونو پورې بندیان کړي دي.

دا خبر د سعودي عربستان رسمي رسنیو خپور کړی دی.

پر امریکايي شرکت برید کې لږترلږه شپږ بهرنیان او د سعودي عربستان یو پولیس وژل شوي وو.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي، په تورنو کې اوه وروڼه دي، چې د هېواد په شمال لوېديځ کې یې پر یوه امریکايي شرکت برید کې وسله واله مرسته کړې ده.

په وژل شویو کې دوه برتانویان، دوه امریکایان او یو کاناډایی و.

خو په اعدام محکوم شوي کس تور لګول شوی، چې د برید لپاره یې چاودېدونکي توکي چمتو کړي او برید کوونکو ته یې سمه روزنه ورکړې وه.

سعودي څارنوالۍ د تورنو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

ورته مطالب