''پر ایران لګېدلي بندیزونه ختم کړئ''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عربي متحدو اماراتو دوبۍ واکمن پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر ایران لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.

شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ویلي، چې "ایران زموږ ګاونډی دی، او موږ نه غواړم چې زموږ ګاونډی دې په ستونزو کې وي".

د عربي متحدو اماراتو مشران ډېر لږ مرکې او په رسنیو کې څرګندونې کوي.

د دوبۍ واکمن دا څرګندونې په دوبۍ کې د بي بي سي له خبریا جان سوپېل سره کړې دي.

آل مکتوم وايي، باور لري، چې تهران په دې کې ریښتینی دی، چې اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

بل خوا آل مکتوم هیله مندي ښوولې ده چې د مصر دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند نه شي.

مکتوم تمه ښيي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد به له واکه لیرې شي.

"له مرسي پرته غوره"

شیخ مکتوم د مصري دفاع وزیر د راتلونکي په اړه وویل "هیله لرم چې پوځ کې پاتې شي، او ولسمشرۍ ته بل څوک کاندید شي".

هغه وویل مصر د محمد مرسي په غیاب کې غوره دی.

د سوریې د قضیې په اړه د دوبۍ مشر وویل، چې "مرسته کوي، خو مداخله به ونه کړي".

د ایران د اتومي پروګرام په اړه دغه عرب مشر ویلي، چې نړیواله ټولنه باید پر تهران لګول شوي بندیزونه لیرې کړي:

Image caption ایران د نومبر په میاشت کې له لویدیځو هېوادونو سره موافقه وکړه چې په موقتي ډول به خپل اتومي پروګرام ودروي.

"ایران زموږ ګاونډی دی او خپل ګاونډي ته هېڅ مشکلات نه غواړو، ټول بندیزونه لیرې کړئ، چې په دې سره ټول ګټمن کېږي".

هغه وویل چې د ایران مخکنی ولسمشر محمود احمدي نژاد ورته ویلي چې: "که چېرې پر اسرائیلو توغندي وتوغوي، نو څومره فلسطینیان به ووژنم؟ نو هغه مهال له د امریکا متحده ایالتونه او اروپايي اتحادیه زما ښارونه ړنګ کړي. لېونی خو نه یم چې تر دې بریده کم عقل شم. دا د تېر وخت وسله ده".

له اسرائیلو سره معامله

د فلسطين او اسرائیلو ترمنځ شخړې ته په اشارې سره شیخ محمد ژمنه کړې، چې هېواد به یې له اسرائیلو سره په ټولو برخو کې د سولې د پرېکړې لاسلیکولو په شرط معامله کوي:

"له اسرائيلو سره هره معامله کوو.. سوداګري ورسره کوو او هرکلی یې کوو... خو لومړی باید د سولې تړون لاسلیک کړي".

ورته مطالب