سوري حکومت بشري مرستو رسولو سره مرسته کوي

Image caption سوريه کې د دغې کمېټي استازي سيمون شورنو کلابندو شويو سيمو ته له قيد پرته لاسرسي اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف ويلي، د سوريې حکومت چمتو دى چې دمشق ته څېرمه سيمو کې کلابندو خلکو ته د مرستې رسولو لپاره د ورتگ دلانونه پرانېزي.

ښاغلي لاوروف دغه خبرې پاريس کې هغه مهال وکړي چې له خپل امريکايي سيال جان کېري سره يې راتلونکې اونۍ سويزرلند کې د سوريې د سولې پر جوړېدونکي کنفرانس بحث کاوه.

دمشق ته څېرمه ځینې هغه سيمې چې د ياغيانو په ولکه کې دي له يوه کال راهيسې کلابند دي.

په يوه وروستۍ وېډيو کې چې د ياغيانو له لوري آنلاين ته استول شوې او بي بي سي تصديق کړې ده يوسپين ږيرى سړى وايي درې ورځې کېږي چې خواړه يې نه دي خوړلي.

يو بله وېډيو بيا يوه کمزوري مېرمنه ښيي چې پر يوه کټ بي خوځښته پرته ده.

په همدې حال کې ملگروملتونو په بيا بيا د هغو کسانو د برخليک په اړه اندېىښنه ښودلې چې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د نښتو سيمو کې ايسار پاتې دي چې ان د هغوی د لوږې خبرې هم کېږي.

دمشق کې د سره صليب د نړيوالې کميټې يوه وياند سيمون شورنو وويل دا ډېره مهمه ده چې د خير ښيگڼو موسسو ته اجازه ورکړل شي چې اړمنو ته ځانونه ورسوي:

"سوريه کې داسې خلک لرو چې پر موږ غږ کوي او له موږ غواړي چې مرستې ورته ورسوو او موږ پر دې پوهېږو چې دغلته حالت څومره خراب دى. موږ پر دې پوهېږو چې خلک څه اړتيا لري، په تېره بيا درملو او خوړو ته ډېره اړتيا ده. خو له غوښتنې سره سره دا ممکنه نه ده چې دغو سيمو ته کاروانونه ولاړ شي او اړمنو ته د اړتيا وړ توکي ورسول شي".

د سره صليب نړيوالې کمېټې بي بي سي ته وويل چې تېر کې د بشري دلانونو د جوړولو لپاره د سوري حکومت ژمنې اغېزمنې نه وې؛ ځکه چې د خير ښېگڼو نړيوالو مؤسسو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په خپلواکه توگه فعاليت وکړي.

سوريه کې د دغې کمېټي استازي سيمون شورنو کلابندو شويو سيمو ته له قيد پرته لاسرسي اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.

هغه ټينگار لاره مخکې تردې چې خبره له خبرې تېره شي، بايد دغه کار وشي او د خلکو ژوند وغورل شي.

ورته مطالب