برتانيا پر دين بې باوره افغان ته پناه ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د برېتانیا په کېنټ ښار کې یوې قانوني ادارې یو افغان وګړي ته په دې هېواد کې د مذهب پر اساس د پناه اخیستو زمینه برابره کړېده.

د برېتانیا په کېنټ ښار کې یوې قانوني ادارې یو افغان وګړي ته په دې هېواد کې د مذهب پر اساس د پناه اخیستو زمینه برابره کړې ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې نوموړی کس وایي اصلاً پر کوم مذهب یا دین عقیده نلري.

دغه افغان په ۲۰۰۷ م کال کې برېتانیا ته راغلی او هغه مهال يې عمر یوازې شپاړس کاله و.

دغه افغان وگړى وایي په یوه مسلمانه کورنۍ کې لوی شوی.

خو برېتانیا ته تر راتلو وروسته یې له مذهب سره لېوالتیا او مینه کمه شوه، او بلآخره بې دینه شو.

د نوموړي مدافع وکیلانو ټینګار کړی که چېرته یې موکل بېرته افغانستان ته ولېږدول شي نو کېدای شي ژوند ته یې ګواښ پېښ شي، ځکه چې نوموړی پر دین باور نلري.

د مدافع وکیلانو محکمې ته وویل افغانستان ته د تلو په صورت کې کېدای پر دغه کس د شریعت قانون پلې شي او په اعدام محکوم شي.

ویل کېـږي چې دوی په دې برخه کې د سترې محکمې ځینې وروستۍ پرېکړې هم په محکمه کې وړاندې کړي دي.

په محکمه کې دا هم وویل شول چې په افغانستان کې د ورځني ژوند ټولې چارې پر اسلامي عقیدې چورلي.

نو په داسې یوه ټولنه کې به د هغه چا لپاره چې اصلاً پر دین عقیده نلري، ژوند خورا ګران وي.

پر دې قضیه د کېنټ پوهنتون د قانون د برخې یو شمېر زده کوونکو هم کار کاوه.

دوی ویلي د برېتانیا د کورنیو چارو د وزارت پر دې پرېکړې ډېر خوښ دي چې دې افغان وګړي ته یې د بې دینۍ پر اساس پناه ورکړې ده.

ورته مطالب