''په ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون کچه لوړه وه''

Image caption اوسنی اساسي قانون د محمد مرسي د ولسمشرۍ پر مهال تصويب شوی

مصري چارواکي وايي د نوي اساسي قانون په تړاو ترسره شوې ټولپوښتنه کې د خلکو ونډه د پام وړ وه.

د دغې ټولپوښتنې تنظيموونکي او د ټاکنو کمېسيون مشر نبیل صليب دولتي تلوېزیون ته ویلي، چې د خلکو ګډون کچه له مخکنۍ رايې اچونې هم زياته وه.

د ټولپوښتنې دويمه ورځ نسبتآ ارامه تېره شوه، خو د سې شنبې پر ورځ د پخواني لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي او مخالفانو ترمنځ نښتو کې له ۱۰ ډېر کسان ووژل شول.

راپورونه وايي په دغو نښتو کې لسګونه کسه ټپيان شوي او په تېرو دوو ورځو کې ۴۰۰ کسه د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د پوځ له ملاتړه برخمن انتقالي حکومت د مخکني ولسمشر محمد مرسي د لرې کېدو د تاييد لپاره د اساسي قانون په تړاو د مثبتو رايو په لټه کې دی.

خو د ښاغلي مرسي او اخوان المسلمين پلويانو له دغې ټولپوښتنې سره پريکون کړی او د محمد مرسي لرې کېدل 'غيرقانوني' بولي او د 'پوځي کودتا' نوم ورکوي.

اوسنی اساسي قانون د محمد مرسي د ولسمشرۍ پر مهال تصويب شوی دی.

د رويترز خبري اژانس د راپور له مخې د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي يوه خصوصي تلوېزيون ته ويلي، چې په رايه اچونه کې د خلکو د ګډون کچه ۵۵ سلنه وه.

پر همدې مهال په هغو سيمو او ښارونو کې چې د اخوان المسلمين ملاتړي په کې زيات دي، د ګډون کچه کمه ښوول شوې ده.

د مصر د ټاکنو کمېسيون مشر نبیل صليب ويلي، د ټولپوښتنې پايلې به سبا (جمعه، ۱۷ جنوري) اعلان شي، خو د خلکو د ګډون په اړه يې څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د مصر حکومتي تلويزيون په ټولپوښتنه کې د خلکو د مشارکت کچه ۵۰ سلنه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې د ۹۰ سلنې خلکو ځواب ''هو'' وو.

ورته مطالب